د يوناما تښتول شوې غړې او ماشوم يې خوشې شول

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، غبرګولی ۳) په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندويه پلاوي دفتر “یوناما” د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي چې په کابل کې د دوی تښتول شوې کارمنده او د هغې ماشوم خوشي شوي دي.
خبرپاڼه کې د یوناما د کارکوونکې او د هغې د ماشوم د خوشې کولو لپاره هرکلی شوی، کورنۍ همکارانو او زیاتوي چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو لپاره لويه ډاډګيرنه ده.
يوناما په کابل کې د خپلې همکارې تښتول او د هغوی د يوه بل غړي وژل غندلي، د قربانيانو له کورنيو سره يې غمرازي څرګنده کړې، دا يې يو قصدي عمل بللی دی او له حکومت يې غوښتي چې عاملينو ته يې سزا ورکړل شي.
یوناما ويلي، دغه دوه تنه افغان کارکوونکو د ملګرو ملتونو د وګړو وجهي صندوق UNFPA سره يې کار کاوه چې د روان کال په جنورۍ مياشت کې سره له موټره د نامعلومه کسانو له لوري وتښتول شول.
په دغو کې يو تن يې موټر چلوونکی و چې د هغه جسد بيا د مارچ په شپاړلسمه د کابل ښار کې وموندل شو.
یوناما دا نه ده په ډاګه کړې چې د دوی دغه کارمنده د کومې معاملې له مخې راخلاصه شوې او که څنګه؟ خو له ټولو هغو مسئولينو او ادارو څخه يې مننه کړې چې د يادې کارمندې د خوشې کولو په برخه کې يې مرسته کړې ده.
تر اوسه معلومه نه ده چې دغه کسان د چا له لوري تښتول شوي و خو تر دې داسې راپورونه ورکول شوي ګنې ځينې دولتي چارواکي او حکومتي زورواکي د مؤسسو غړي او سوداګر د پيسو په بدل کې تښتوي.


