د بادغيس چارواکي: امريکايي ځواکونو ملکي سيمې او پوستې بمبار کړي دي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، غبرګولی ۳) د بادغيس ولايتي شورا او امنيتي مسئولين وايي، چې امريکايي جنګي الوتکو په مرکز قلعه نو کې ملکي سيمې او د عسکرو په پوستو هوايي بریدونه کړي دي.
د بادغيس د ولايتي شورا رئيس عبدالعزيز بیګ وايي، بهرنيو ځواکونو اړوند الوتکو د مرکز قلعه نو مربوط په څلورمه ناحيه کې یو بم غورځولی او بل بم يې په قادس ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو د پوستې تر څنګ غورځولی دی.
نوموړی وايي، په دې هوايي بريدونو کې چاته ځاني زيان نه دی اوښتی خو د ځايي اوسېدونکو کورونه يې ويجاړ کړي دي.
د بادغيس د پوليسو د امنيت امر غلام سرور حیدري تاييدوي چې بهرنيو ځواکونو په قادس ولسوالۍ کې يوه پوسته بمبار کړې او يوه پوسته يې د مرکز قلعه نو د جر حاجي سخي سيمه کې بمبار کړې ده.
ځايي سرچينې وايي، په بيګانيو هوايي بريدونو کې ځاني تلفات هم اوښتي خو چارواکو تر اوسه د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ويلي.
هغه زياتوي، دغه بريدونه تېره شپه شوي او تر اوسه يې د دغو بريدونو هدف نه دی معلوم.
بايد وويل شي، چې څه موده مخکې هم د بهرنيو ځواکونو مربوط الوتکه د بادغيس په ابکمري ولسوالۍ کې پر سيمه ييزو پوليسو بمبار وکړ او شپږ تنه يې ووژل شول.


