فاریاب: طالبانو په شیرین تګاب ولسوالۍ کې ګڼ پرمختګونه کړي
(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ غبرګولی ۳)
د فاریاب ولایت څخه خبرونه وایي چې طالبانو د شیرین تګاب ولسوالۍ اړوند د ګورزادو په کوتل کې ستراتیژیک امنیتي مرکزونه نیولي.
ځایي خبریال حسن سرداش د امنیتي چارواکو له قوله وایي چې په دې برید کې طالبانو د (الماس ۴) په نوم یوه لویه قرارګاه چې تر اوسه د طالبانو پر وړاندې د امنیتي ځواکونو تر ټولو قوي سنګر بلل کیده د (خنجر یک، خنجر دو) په نومونو له دو مستحکمو پوستو سره یوځای نیولی دی.
امنیتي سرچینې وایي؛ په دې بریدونو کې تر ۱۰ ډیر امنيتي ځواکونه وژل شوي او یو شمیر نور طالبانو له ځانه سره بیولي دي.
سرچینې زیاتوي؛ د امنیتي ځواکونو ۳ هاموي ټانګونه، ۳ میله هوانونه او تر ۱۵ میله ډیر پیکاوې، راکټونه او کلاشنکوفونه د وسلوالو طالبانو لاس ته لویدلي دي.
د یو بل خبر تر مخه دولتي ځواکونو د شیرین تګاب له اسلام قلعه ولسوالۍ نیولې بیا د خواجه سبز پوش تر ولسوالۍ د غځیدلې لویې لارې څخه پوستې ورټولې او غواړي ترڅو د ولسوالیو د سقوط د مخنیوي په موخه یې امنیتي کمربندونو کې داخل کړي.
د پژواک د خبریال قطب الدین کوهي د خبر تر مخه، له پوستو ګرځیدلو ځواکونو باندې طالبانو برید کړی ،۲۰ تنو عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې ، څو تنه طالبانو ژوندي نیولي او امنیتي ځواکونو ۱۱ پوستې له کومې جګړې پرته پریښې دي .
تر اوسه دولتي چارواکو او وسلوالو طالبانو په دې تړاو رسماً کوم سپیناوی نه دی کړی.



