چارواکي: طالبان د چورې ولسوالۍ نیولو ته نږدې شوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ غبرګولی ۴)
د ارزګان ولایت ځایي چارواکي وایي چې وسلوال طالبان د چورې ولسوالۍ مرکز ته نږدې سیمې ټولې نیولې او ولسوالۍ د محاصرې په حالت کې قرار لري.
د چورې ولسوال امین الله خالقي رسنیو ته ویلي، اوس مهال د ولسوالۍ پر دفاعي پوستو بریدونه روان دي او که تازه دمي ځواکونه یې مرستې ته ورنه شي ولسوالۍ یې له ګوتو وځي.
په همدې حال کې طالب ویاند ذبیح الله مجاهد ادعا کوي چې تېره شپه یوه بجه یې د همدې ولسوالۍ اړوند د توري چیني سیمه د امنیتي ځواکونو ۵ مرکزونه نیولي او د قوماندان زینک او قومندان کریم په ګډون یې ۶ پولیس، ۵ د ملي ا ردو عسکر، او ۱۷ تنه کمانډويي ځواکونه وژلي او ۱۶ نور ټپبان دي .
طالبانو د خپلو ۲ ملګرو د وژل کیدو او دریو نورو د ټپي کیدو پخلی هم کړی دی.



