لیکوال :فضل الرحمن آغا
ولي او سنګه اته میلیونه یهود تقریباً په دوه میلیارده مسلمانانو غالب دي او ددومره مسلمانانو په شتون کې دومره کم یهود دي چې هر یو یهود پر سلو مسلمانانو رسیږي بیا هم یهودو دمسلمانانو لمړنۍ قبله مسجدالاقصی یې په ولکه کې ده
مخکنیو زمانو کې کله چې مسلمانان متحد وه هغوي به په هره غزا او هر ډګر کې فاتحین وو او پر دوښمن به غالب وو ځکه هغوي دالله جلّ جلاله قانون ته غاړه ایښې وو دقران او حدیث تر سیوري لاندي یې ژوند کوي نو ځکه به په هر ډګر کې الله جلّ جلاله ددوي مرستندویه وو او پر کفارو غالب اوپر هغوي به حاکمان وو،خو نن عصر کې کفار پر مسلمانانو حاکمان دي دا ولي او په کومه وجه
په نن عصر کې د مسلمانانو ضعف او کمزورتیاوي زیاتي دي خو ما ځیني کمزورتیاوي را اخیستي
د اسلامي شريعت په احکام عمل نه کول ،د خپل دين څخه د مسلمانانو انحراف ، د شريعت پر ځای د کفر طاغوتي قانون ته تسليم ، کفر دوستي اختيارول ،د خبيث مال او خسيس او ذليل منزلت لپاره کفر ته پناه وړل او هغوی پر ځان باندې حاکمان ګرځول د اسلامي ولسونو د ذلت سبب دی ځکه کفر سراسر ذلت دی ، او د مسلمانانو سراسر قوت او عزت په اسلام کې دی،
الله جلّ جلاله فرمائي؛الَّذِينَ يَتَّخِذُونَ الْكَافِرِينَ أَوْلِيَاء مِن دُونِ الْمُؤْمِنِينَ أَيَبْتَغُونَ عِندَهُمُ الْعِزَّةَ فَإِنَّ العِزَّةَ لِلّهِ جَمِيعًا (النساء :۱۳۹ )
ژباړه؛ منافقان هغه کسان دي چې پرته له مؤمنانو کافران په دوستۍ نيسي ، آيا له کافرانو سره عزت لټوئ ؟ نو بې شکه چې ټول عزت له الله سره دی،
د اسلام د دوښمنانو د مکر او دوښمنۍ پر وړاندې مقابله کې سستي او غفلت کول،
د مسلمانانو تفرقې او ډلې ډلې کيدل ، کله چې د اسلام دوښمنانو د واحد قيادت او اتحاد څخه خالي امت وليد نو پر هغوی باندې يې خپلې هر ډول حملې جاري وساتلې او ځیني تش په نامه مسلمانانو یې طرفداري اختیار کړه،
د مال په ډيرولو او دنيوي چارو کې د مسلمانانو زيات مشغولېدل او د دين قيام ته هيڅ توجه نه کول حتی د هغو کسان مرسته او مدد هم نه کول څوک چې د اسلام د قيام لپاره هلې ځلې کوي،
رسول صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي«وترکتم الجهاد سلط الله علیکم ذلالا ینزعه حتی ترجعوا الی دينکم » (رواه ابوداود باسناد حسن)
ژباړه ؛ کله چې تاسې جهاد ترک کړئ،نوالله تعالی به په تاسو باندي داسې ذلت راولي چې بیا به یې در څخه پورته نه کړي مګر دا چې بیرته مو ایمان (جهاد)ته مخ واړولو،
اوس هم که چیري سره متحد سي او یا یوه ډله یې د قران تر سیوري او حدیث تر سیوري لاندي ژوند وکړي فکر نکوي چې بیا دي کفار پر هغه ډله غالب سي
دالله څخه دا دعا غواړم چې یا الله مسلمانان د پخوا په شان سره متحد کړې او ستا د قانون تر سیوري لاندي ژوند ورکړې.
ومن الله توفیق


















