دوشنبه, اپریل 20, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home مقالې

د بایللې جګړې درواغجن ډنډورَچیان

عبد الهادي همت نشرونکی: عبد الهادي همت
مې 26, 2018
کټګوریانې: مقالې, مهم
0
570
ځلې شریک شوی
158
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

قاري خالد

هالبروک چې مړ کېده وروستۍ خبره یې دا ؤه چې طالبان په جکړه نه ماتېږي، له طالبانو سره سوله وکړئ.

دهالبروک خبرې وړاندوینې نه وي بلکې دجګړې له میدانه دیوه جنګیالي له لورې دجګړې رښتینی عکس ؤ.

دا هم ولولئ

ایران: د امریکا لخوا سمندري محاصره له اوربند ښکاره نقض دی

ایران: د خپلې ویشتل شوې کښتۍ غچ به واخلو

د اوکراین شخړه؛ د ډزو پېښه کې شپږ تنه وژل شوي

دډېری امریکایانو دزړه غږ هم همدا دی خو د زړه دا حقیقي غږ په خوله راوستل مستکبرو امریکایانو ته، د امریکایي غرور او استکبار خلاف ښکاري.

له ټامي فرانکس را نیولې تر سکاټ مېلر یوه هم په طالبانو ګلونه نه دي ورولي او نه یې دطالبانو پر وړاندې له ترحم او عاطفې کار اخیستی دی. برعکس دټولو بشري او سماوي قوانینو خلاف عمل یې ورسره کړی دی.

د امریکایي زبرځواک سره جګړه او ددوی دپرمختللې ټېکنالوجۍ پر وړاندې درېدل، اوس هغسې نه دي لکه څنګ چې تر جګړې وړاندې ؤل.

تر جګړې وړاندې اټکلونه او وړاندوینې داسې وې چې ګواکې له امریکایانو سره جګړه ځان په هلاکت کې اچول دي او اسلام په هلاکت کې تر ځان اچولو منع کړې ده.

ډېری ژبه وَر او خوله وَر مفتیان او علماء هم په دې نظر ول چې د امریکایانو سره جګړه دشریعت او تعقل خلاف ده.

دوی هم ملامت نه ول؛ دوی په امریکایي تبلیغاتو خطا وتلي ول، او داسې یې انګېرله چې بې تجربې افغانان به دتجربه کارو امریکایي جنرالانو پر وړاندې خس او خاشاک ثابت شي او له ځانوژنې پرته به بل هیڅ په ګوتو ورنشي.

رښتیا هم تر جګړې وړاندې امریکانانو دخپلې جنګې ټیګنالوژۍ په اړه داسې ښکروَرې دعوې کولې چې هیچا توقع نه درلوده چې طالبان به بیا ځل سر پورته کړي.

دطالبانو یوه ویاند (ګومان کوم ملا امیرخان متقي صاحب و) همهغه مهال یوې رادیو ته په خبرو کې وویل: امریکایان درواغ وایي، دوی هیڅ نه دي او ټولې دعوې یې درواغ او جنګي چالونه دي.

ویاند زیاته کړه: دکاپیسا په استقامت مو یو ټانګ درولی دی، څلور ځله امریکایي الوتکو بمبار په وکړ اما ټانګ یې نه دی ویشتلی.

امریکایي تبلیغات دومره توند ول چې په ټولو خلکو یې دډار خپسه کښېنولې وه او چا له وېرې سوڼ هم نه کاوه.

دا منلی شوی حقیقت دی چې جګړه کې تر وسله والې جګړې تبلیغاتي جګړه زیات اهمیت لري. او همدا لامل و چې په پیل کې امریکایانو تمام تبلیغاتي ماشینونه په کار اچولي و.

امریکایانو دتبلیغاتي جګړې لپاره دکرایه ډنډورچیانو ځانګړي ګروپونه جوړ کړي و.

هر یوه ته یې میاشتني زر او اته سوه ډالر ورکول او په کابل او ولایاتو کې یې ددوی دمعاشاتو او کاري ارزیابي لپاره د انټرنیوز په نوم ادارې فعالې کړې وې.

اوس چې نیکولسن له جګړې مایوس دی او دګټلو امید یې ختم دی، امریکایانو د سکاټ مېلر لپاره بیا ځل درواغجن جګړه ئیز تبلیغات پیل کړي دي.

هو! له دې انکار نشي کیدلای چې مېلر ظالم او وحشي نه دی، اما دا ثابته خبره ده چې جګړه په وحشت او ظلم نه ګټل کیږي. برعکس وحشت او مظالم ولسونو ته دپاڅون او انقلاب لاره ورښیي.

نیکولسن هم دلته داسې بشري جنایات ترسره کړي چې بېلګه یې تاریخ په تېر کې نه لري. لاس ته راوړنه یې څه شوه؟

شرمېدلې تېښته او بس!

سکاټ مېلر به هم خپل زور ووهي، قتلونه به وکړي، وحشتونه به وکړي خو په بدل کې به د امریکایانو په خلاف لا زیات نفرتونه وزېږوي، تر دې هاخوا هیڅ نفع نشي تر لاسه کولای.

کومو ملتونو چې د ازادۍ بیرغونه پورته کړي دي، هغوی نه سکاټ مات کړي دي او نه سکاډ او کروز. څومره چې وژل شوي هومره یې لارویان زیات شوی دي، هیڅ کله په وحشت او ظلم نه دي ختم شوي او نه وحشتونو له زوره غورځولې دي.

دلته داعش هم کټ مټ دغربیانو په څېر تر وسله والې جګړې وړاندې تبلیغاتي جګړه پیل کړه او دظالمانه وژنو او ترور ویډیویي فلمونه یې خپاره کړه، دداعش تبلیغات دومره زهرجن ول چې خلکو یې له وېرې ډک کورونه پرېښودل، مالونه او شتمنۍ یې دواعشو چور کړي خو چې کله دواعش عملاً میداني شوه، ولسونو ولیدل چې له خپل سیوري هم وېرېږي او تر جګړې یې ډنډوره زیاته ده، په بیړه یې ددواعشو خلاف ټوپکونه پورته کړه او دتبلیغاتي جګړې له خپسې ووتل.

لنډه دا چې په میدان دمات دښمن ټول تمرکز تبلیغاتي جګړې ته اوښتی دی او وروستۍ هڅې یې دادي چې په تبلیغاتو طالبان او ولسونه ووېروي، ترڅو ولس له طالب بیل کړي. کشران طالبان سکاټ او توغندي ته په درواغجنو او اضافي تبلیغاتو له صفونو وتلو ته وهڅوي او دوی ته دبایللې جګړې په پای کې میدان تش پاته شي.

 

مخکینې مطلب

نور په امريکايانو خپل خادمين غميږي

بل مطلب

مظلوم یې هیر شو میلونرو ته زکات ور کوي

ځانګړي مطالب

خبرونه

ایران: د امریکا لخوا سمندري محاصره له اوربند ښکاره نقض دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
خبرونه

ایران: د خپلې ویشتل شوې کښتۍ غچ به واخلو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
خبرونه

د اوکراین شخړه؛ د ډزو پېښه کې شپږ تنه وژل شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
خبرونه

مالیزیا کې پراخه اورلګېدنه؛ زر کورونه ویجاړ او زرګونه کسان بې‌ځایه شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
خبرونه

ایران پاکستان کې امریکا سره د خبرو دویم پړاو په اړه خپاره شوي راپورونه رد کړل

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

ایران: د امریکا لخوا سمندري محاصره له اوربند ښکاره نقض دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
0

ایران: د خپلې ویشتل شوې کښتۍ غچ به واخلو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
0

د اوکراین شخړه؛ د ډزو پېښه کې شپږ تنه وژل شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
0

احمدالله وثیق: کابل د اوو هېوادونو ترمنځ د نړیوالو رزمي سیالیو کوربه کېږي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 20, 2026
0

اسلامي امارت په ټول هېواد کې د کورونو او ودانیزو چارو د جوړولو اجازه ورکړه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 20, 2026
0

مالیزیا کې پراخه اورلګېدنه؛ زر کورونه ویجاړ او زرګونه کسان بې‌ځایه شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
0

ایران پاکستان کې امریکا سره د خبرو دویم پړاو په اړه خپاره شوي راپورونه رد کړل

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
0

مولانا فضل‌الرحمن: پاکستان له کورنیو ستونزو سره مخ دی د منځګړیتوب وړتیا یې محدوده ده

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
0

نورالدین عزیزي د منځنۍ اسیا صنعتي نندارتون کې د ګډون لپاره اوزبیکستان ته ولاړ

نشرونکی: ح جلال
اپریل 20, 2026
0

ایران حکومت د اسراییلو موساد ته د جاسوسۍ په تور دوه تنه اعدام کړل

نشرونکی: ح جلال
اپریل 20, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • پنټاګون:افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه چارواکو سره د مرکو بهیر پای ته رسېدلی

    13 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • اسلامي امارت په ټول هېواد کې د کورونو او ودانیزو چارو د جوړولو اجازه ورکړه

    11 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • امنيتي ځواکونو له پاکستان څخه افغانستان ته قاچاق کېدونکې ۹۵ قبضې تفنګچې نيولي

    11 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • ذبیح الله مجاهد: «پرمختګ» ویبسایټ به د اسلامي امارت د لاسته راوړنو لپاره باوري معلوماتي سرچینه وي

    11 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • د عمان خلیج کې پر ایراني بار وړونکې بېړۍ بریدشوی؛ سپاه پاسداران يې غبرګون کې امريکايي نظامي بيړۍ په نښه کړي

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

ایران: د امریکا لخوا سمندري محاصره له اوربند ښکاره نقض دی

ایران: د خپلې ویشتل شوې کښتۍ غچ به واخلو

د اوکراین شخړه؛ د ډزو پېښه کې شپږ تنه وژل شوي

احمدالله وثیق: کابل د اوو هېوادونو ترمنځ د نړیوالو رزمي سیالیو کوربه کېږي

اسلامي امارت په ټول هېواد کې د کورونو او ودانیزو چارو د جوړولو اجازه ورکړه

مالیزیا کې پراخه اورلګېدنه؛ زر کورونه ویجاړ او زرګونه کسان بې‌ځایه شوي

ایران پاکستان کې امریکا سره د خبرو دویم پړاو په اړه خپاره شوي راپورونه رد کړل

مولانا فضل‌الرحمن: پاکستان له کورنیو ستونزو سره مخ دی د منځګړیتوب وړتیا یې محدوده ده

نورالدین عزیزي د منځنۍ اسیا صنعتي نندارتون کې د ګډون لپاره اوزبیکستان ته ولاړ

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com