مظلوم یې هیر شو میلونرو ته زکات ور کوي

زموږ د کلي خان

جبیر احمد مشهود

مظلوم یې هیر شو میلونرو ته زکات ور کوي
خان مو د غرب و لنډغرو ته زکات ور کوي

چاچي زموږ په سرو لوبي وکړي
ګورئ و هغو ځناورو ته زکات ور کوي

ترڅو سبا یې ورته ستونزي حل کړې
ځکه خو دغو ستمګرو ته زکات ور کوي

سنګ کي یې خوار مظلوم نهر بیدیږي
دی د خارج و خیټورو ته زکات ور کوي

خوار مو د لوږي هسفتال کي مړ شي
لالا لګیا دی و ملګرو ته زکات ور کوي

پر داسي کلي رحم څنګه وسي
چي مشران یې بې ضمیرو ته زکات ور کوي

د کونډو، بورو، یتیمانو درد یې نه ويښوي
بس د ټولني و مضرو ته زکات ور کوي

مشهوده دا خو خانان نه دي خاینان دي واړه
څوک چي و داسي بې شعورو ته زکات ور کوي

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button