(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، غبرګولی ۶) د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان له ترکانو غوښتي چې په کورونو او بينکونو کې ساتل شوي ډالر او يورو دې د ترکيې په پولي واحد بدلې کړي.
اردوغان ويلي، له دې کاره يې موخه د بهرنيو دسيسو په وړاندې د لېرې د ارزښت لوړول دي چې په دې کار سره به لوړ شي.
د ترکيې ولسمشر دغه څرګندونې تېره ورځ د دغه هېواد په ارزوم ښار کې د انتخاباتو د تيارۍ يوې لويې غونډې ته وکړې او زياته يې کړه: “هغو وروڼو چې تر خپلو بالښتونو لاندې ډالر يا يورو لرئ، لاړ شئ او خپلې پيسې په لېرې تبادله کړئ. موږ به دا توطئه په ګډه شنډوو.”
نوموړي په داسې حال کې له ترکانو د لېرې د تبادلې غوښته کړې چې تېره مياشت د امریکايي ډالرو په وړاندې د لېرې ارزښت شپاړلس فيصده ولوېد.

















