شنبه, اپریل 18, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home مقالې

بریتانیا او دبخت ازمايلو بله هڅه!

عبد الله صديقي نشرونکی: عبد الله صديقي
مې 27, 2018
کټګوریانې: مقالې, مهم
0
214
ځلې شریک شوی
267
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

 عطاءالله مبارز

د تاريخ اوږدو کې څو ځله په افغانستان بهرني یرغلونه شوی دي، که څه هم ځينو ايمان پلرونکو افغانانو د واک او مادیاتو په بدل کې د دې يرغلونو پرمهال د ښکېلاک ملاتړ او د اشغال د دوام هڅې کړي؛ خو په عامه توګه افغان ملت د اشغال پر وړاندې خورا توند او حساس دريځ لرلی دی.
افغانانو هر وخت د خپل ارضي تمامیت او په کورنيو او بهرنيو چارو کې د پوره استقلال نعره پورته کړې او دا يې ثابته کړې چې افغان هيڅکله د پرديو ترنفوذ او واک لاندې ژوند نشي تېرولای.
د همدې ستر تاريخي شالید له مخې يې څوځله بريتانوي امپراطورۍ ته هم ماتې ورکړې ده:
په لومړي ځل د۱۸۳۹م کال په اپريل کې انګریزانو د شاه شجاع په ملتیا د نژدې (۵۴۰۰۰) لښکر په مټ په افغانستان يرغل وکړ.
له لږ وخت وروسته افغانانو ددې يرغل په وړاندې مقاومت پيل کړ، چې ښه بيلګه يې په ۱۸۴۱م کې د مشهور مبارز میر مسجدی خان له لوري په کوهستان کې د يو فوځي غونډ له منځه وړل و.
د وخت په تېرېدو پاشلي قيامونه د امير دوست محمدخان د ځوان زوی امير محمد اکبرخان په مشرۍ سره وتړل شول او د همدې کال په پای کې انګريزان مجبور شول چې د اشغال د پای ته رسولو په موخه تړون لاسلیک کړي او همدغه مهال مکناټن هم د محمد اکبر خان په لاس ووژل شو.
د ۱۸۴۲م پیل کې د انګریزانو ۱۷۰۰۰کسیز لښکر له کابله د جلال اباد په لور وخوځېد؛ خو په لار کې له ډاکټر برایډن پرته، چې په زخمي حالت کې ژوندی ووت، نور ټول لښکر د خاورو خوراک شو.
په ۱۸۸۹م کې انګريزانو له افغانانو د لومړۍ ماتې د بدل اخیستو په نيت د افغانستان په حريم دوهم ځل يرغل وکړ، او د همدې يرغل په نتيجه کې د ګندومک او ورپسې د ډیورنډ کرغیړن تړونونه منځ ته راغلل.
په ۱۸۸۰ زيږديز کال د کندهار په ميوند ولسوالۍ كې د افغان _ انګلېس دويمه جګړه رامنځته شوه او انګرېزانو په كې شرمېدلې ماتې وخوړه..
په دې غزا كې افغان اتلو او مېړنيو مجاهدينو د انګرېزانو هغه دوهمه هيله هم له خاورو سره خاورې كړه ،چې غوښتل يې پر افغانستان د دوهم ځل تيري او يرغل په پايله كې لوى كندهار له افغانستانه بېل كړي او وروسته د افغانستان له وېشلو، د هندوكش تر سرحده پورې ټول افغانستان تر خپل ستوني تېر كړي.
د جولاى ۲۷مه په ميوند كې افغانانو انګریزانو ته داسې تاریخي ماته ورکړه چې ورسره د بریتانوي امپراطورۍ ريښې وختې.
په دې جکړه کې د ملالې ميوندۍ دې ټپې چې:
که په ميوند کې شهيد نه سوې
خداىږو لاليه بې ننګۍ ته دې ساتينه !
د افغان مجاهدينو سپيڅلو احساساتو ته يو روحاني سېک ورکړ.
له دې غزا نژدې نهه میاشتې وروسته انګریزی استعمار پای ته ورسېده او درانه ځانی او مالی زیانونه يې وګالل.
په امريکا کې د ۱۱ستمبر له بریدونو وروسته د امریکا ولسمشر بوش د مسلمانانو پرخلاف د صلبی جنګونو د پيل اعلان وکړ، چې د دې لړۍ لومړۍ حمله په ۲۰۰۱ م کې په افغانستان ناروا او له نړيوالو اصولو خلاف يرغل و.
بريتانیا په څلورم ځل د خپل بخت ازمایلو هڅه وکړه او له امريکا سره يې يو ځای د افغانستان په اشغال کې برخه واخيسته، اوله لومړۍ ورځې د دې جګړې له امريکا وروسته دوهم ستر بوج پورته کوونکی هيواد دی، قسمت يو ځل بيا انګريزان د افغانستان تر ټولو ياغی سيمې ( هلمند) ته وربرابر کړل، د مجاهدينو سره په مخامخ جګړو، استشهادي بریدونو او بمي چاودونو کې يې سلګونه عسکر ووژل شول، زرګونه ټپيان شول او خورا زيات مالي زيانونه يې هم وګالل.
دې زيانونو او تلفاتو ته په پام سره برتانیا په ۲۰۱۱ کې د خپلو عسکرو د بېرته ستنېدو د پيل پریکړه وکړه، چې له ۲۰۱۴ م وروسته يې محاربوي ماموریت تر ډېره ختم شوی و.
که څه هم اوس غربي مبصرین هم په دې اند دي چې د افغانستان جګړه له فوځي لارې نه ګټل کیږي، بلکې سياسي حل دې ولټول شی؛ خو د امریکا نوي ولسمشر ټرمپ واک تر رسيدو کابو يو کال وروسته د افغانستان په اړه خپله ستراتيژي اعلان کړه، چې د تېر په څېر پکې په جګړه ټینګار شوی.
اوس په دې وروستيو کې غربي رسنيو خبر ورکړ چې د امريکا د سرتمبه ولسمشر ټرمپ له لوري په برتانیا فشار زیات شوی چې يو ځل بيا افغانستان ته د جګړې لپاره عسکر وليږي، چې د بریتانیا د دفاع وزرات ورسره د هو سر ښورولی.
خو بریتانوي ولس او ‘سياسيونو د دې ګام پر خلاف غږ پورته کړی، ځکه هغوی ته څرګنده ده چې په دې سره د عسکرو له مرګ ژوبلې او مالي زیانونو پرته نور هيڅ نشی ترلاسه کېدلی.
مشهورې بريتانوي ورځپاڼې گارډېن افغانستان ته د نويو برتانيايي سرتېرو استولو د وړانديز په تړاو يو تحليلي مطلب خپور کړى چې سرليک يې دى “بريتانيا خپل ځوانان د ټرمپ په غوښتنه افغانستان ته نشي لېږلی.”

دا هم ولولئ

د ایران-امریکا مذاکرات؛ اسلام آباد کې زرګونه پوځیان ځای پر ځای شوي

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

ليکوال وايي د امريکا د ولسمشر په غوښتنه بهرنيو بې مانا غمېزو ته سلگونه استول شوي ځوانان ووژل شول.

په دغو جگړو کې سلگونه زره ځايي خلکو خپل ژوند له لاسه ورکړ، ميليونونه ټپيان او بې ځايه شول خو توندلارو جهاديانو لا وده وکړه.

ليکوال وايي افغان جگړه يو ناورين دى او د نورو ځواکونو لېږل، سپينه ماڼۍ کې پر ځواک مين کس لپاره د برتانيايي تنکيو ځوانانو د وينې قرباني ده.

ليکوال يوې نظر پوښتنې ته اشاره کوي چې وايي، ٥٦ سلنه برتانيايان په دې باور دي چې افغانستان کې د برتانيا پوځي ښکېلتيا گټوره نه وه.

ليکوال وايي دا سمه ده چې د خلکو نظرونه تل منطقي نه وي، خو افغانستان کې شوی مالي لگښت او د پوځيانو او ولسي وگړو سر زيانونو ته اشاره کوي او بيا پوښتي، د دې پر وړاندې زموږ لاسته راوړنې څه دي؟

ليکوال پوښتي، هغه چې منځلاري او پوه بلل کېږي او پر ټرمپ نيوکې کوي کله به خپل غږ پورته کوي؟

ليکوال په يمن کې د سعودي په مشرۍ د ټلوالې بريدونو له امله ولسي وگړو مرگژوبلې ته اشاره کوي چې په وينا يې ټرمپ يې ملاتړى دى.

بيا عراق او سوريه کې د امريکا په هوايي بريدونو کې د ولسي وگړو مرگژوبلې ته گوته نيسي، فلسطين کې د وروستيو مرگژوبلو يادونه کوي چې په وينا يې ولسمشر ټرمپ تاوتريخوالي ته لمن ووهله او زياتوي، داسې کس ته بايد اجازه ورنکړل شي چې د بريتانيا دفاعي تگلاره وټاکي.
که رښتیا هم بریتانیا افغانستان ته نور عسکر ولیږي، نو د افغان ولس له لوري به ورته په مرميو هر کلی وويل شي او د بريتانیا ولس ته به د تابوتونو پریمانه ډالۍ ورولېږلی

مخکینې مطلب

ننګرهار: جلال اباد ښار کې غبرګې چاودنې شوي

بل مطلب

اردوغان ترکانو ته: له بالښتونو ډالر راوباسئ په "لېرو" يې تبادله کړئ

ځانګړي مطالب

خبرونه

د ایران-امریکا مذاکرات؛ اسلام آباد کې زرګونه پوځیان ځای پر ځای شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 17, 2026
خبرونه

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
خبرونه

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
خبرونه

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
خبرونه

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

د ایران-امریکا مذاکرات؛ اسلام آباد کې زرګونه پوځیان ځای پر ځای شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 17, 2026
0

ميرويس عزيزي: د تخار د ۱۶۵ ميګاواټه او د بغلان د ۳۵۰ ميګاواټه برېښنا دستګاوې افغانستان ته انتقال لپاره چمتو شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 17, 2026
0

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

په مزارشریف کې د ۱۵ میلیونه ډالرو په لګښت د زرګرانو لپاره د ستر سوداګریز مارکېټ د جوړولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

افغانستان او مرکزي اسیا ته د روسیې او بلاروس د نفتي موادو واردات ۵۰ سلنه زیات شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • ميرويس عزيزي: د تخار د ۱۶۵ ميګاواټه او د بغلان د ۳۵۰ ميګاواټه برېښنا دستګاوې افغانستان ته انتقال لپاره چمتو شوي

    16 شریک شوي
    شریکول 6 Tweet 4
  • د ایران-امریکا مذاکرات؛ اسلام آباد کې زرګونه پوځیان ځای پر ځای شوي

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

د ایران-امریکا مذاکرات؛ اسلام آباد کې زرګونه پوځیان ځای پر ځای شوي

ميرويس عزيزي: د تخار د ۱۶۵ ميګاواټه او د بغلان د ۳۵۰ ميګاواټه برېښنا دستګاوې افغانستان ته انتقال لپاره چمتو شوي

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

په مزارشریف کې د ۱۵ میلیونه ډالرو په لګښت د زرګرانو لپاره د ستر سوداګریز مارکېټ د جوړولو چارې پیل شوې

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com