ګرديز ښار کې د لومړۍ حوزې مرستيال وژل شوی

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، غبرګولی ۷) د پکتيا ولايت د مرکز ګرديز ښار کې وسله والو د لومړۍ حوزې په مرستيال بريد کړی چې نوموړی پکې وژل شوی دی.
د پکتيا د امنيې قوماندانۍ وياند سردار ولي تبسم وايي، د لومړۍ حوزې مرستيال عبدالقادر نن سهار وژل شوی دی.
د تبسم په خبره، عبدالقادر سهار مهال د ګرديز ښار په چوڼۍ سیمه کې پر ګزمه بوخت و چې د وسله والو تر برید لاندې راغی او ځای پرځای ووژل شو.
په دغه برید کې پوليسو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.
تر اوسه د بريد مسئولیت طالبانو نه دی منلی خو ځايي سرچينې وايي په وروستيو کې طالبان د پکتيا مرکز ګرديز ښار نږدې سيمو کې په فعاليت پيل کړی او وخت ناوخت په چارواکو او امنیتي پوستو بريدونه کوي.



