پکتیا: د طالبانو په کمین کې د بندي په ګډون ۵ عسکر وژل شوي

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ غبرګولی ۷)

د پکتیا ځایي چارواکي وایی چې د دې ولایت د ځاځي اریوب په ولسوالۍ کې امنیتي ځواکونو غوښتل یو نیول شوی وسلوال طالب مرکز ګردیز ته نقل کړي چې د لارې په اوږدو کې د طالبانو له کمین سره مخ شوي.

د پکتیا د والي ویاند عبدالله حسرت وایي؛ د یادو امنیتي ځواکونو موټر تیره ورځ د احمد خېلو ولسوالۍ اړوند د حسن خیلو سیمه کې د وسله والو مخالفینو تر برید لاندې چې د بندي په شمول پنځه کسان وژل شوي او یو عسکر ټپي دی.

ویاند نه دي ویلي چې یاد پنځه کسان هم عسکر و، که نور دولتي کسان .

بل پلو طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وایي چې؛ په دې برید کې یې ۴ محلي پولیس وژلي او د هغوی موټر او وسلې ټولې د دوی لاس ته لویدلې.
د سیمې خلک وایي، په برید کې د بندي په ګډون ټول امنیتي ځواکونه وژل شوي او نور چاته زیان نه دی اوښتی

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button