د هندوستان په پریمیر لېګ کې ځلېدونکی راشد خان فکر کوي چې په افغانستان کې تر ولسمشر وروسته دئ تر ټولو زیات مشهور دی او مینه وال یې زیات دي.
راشد خان دا خبرې د هندوستان له ټایمز آف انډیا ورځپاڼې سره کړې دي.
په دې وروستیو کې، راشد خان د هند د حیدراباد ښار د سن رایزرز په لوبډله کې د کلکتې د نایټ رایډرز پر وړاندې د ۲۰ اووره لوبه کې ډېر ښه وځلېد، چې د هند او افغانستان په کچه یې زیاته غوغا جوړه کړه.
راشد خان په یاده لوبه کې په ۱۰ توپونو ۳۴ منډي جوړې کړې. په همدې لوبه کې هغه درې ویکټې واخیستې، دوه کیچونه یې وکړل او په یوه رن اوټ کې یې ونډه لرله.
د لوبې په جریان کې د هندوستان د توپ وهني مشهور لوبغاړي، سچن تندولګر، پر خپله ټویټر پاڼه ولیکل: ”په دې کې هیڅ شک نه لرم چې هغه [راشد خان] د نړۍ تر ټولو غوره ورو توپ اچوونکی دی… د توپ وهنې مهارت هم لري.“
راشد خان وايي، د سچن ټنډولکر په ستاینه هغه وخت خبر شو کله چې د خپل ټیم بس ته ورپورته شو.
نوموړی وايي، ”کله چې بس ته پورته شوم، یوه ملګري د [سچن ټنډولکر] د ټویټ سکرین شاټ راولېږه. ما یې په لیدلو ټکان وخوړ. د ځواب ورکولو لپاره مې نږدې ۱-۲ ساعتونه فکر کاوه، نه پوهېدم چې څه ولیکم، خو بالآخره مې ځواب ورکړ.“
”ښکاري چې ټول افغانستان دا ټویټ لیدلی وي. ټنډولکر هلته [په افغانستان کې] ډېر زیات مشهور دی او هر څوک حیران شو چې زما دومره ستاینه یې کړې وه. دا شان څرګندونې ځوانو لوبغاړو ته انګېزه ورکوي.“
۱۹ کلن راشد خان وايي، ”څومره چې زه پوهېږم، ښايي، د هېواد تر ولسمشر وروسته زه هغه څوک یم چې په افغانستان کې زیات مشهور دی.“
په جنوري میاشت کې سن رایزرز حیدرآباد راشد خان په ۱،۳۲ میلیونه ډالره واخیست.
د IPL په پایلوبه کې د راشد خان لوبډلې د چنای سوپر کینګز پر وړاندې ماته وخوړه، او دا لیګ پای ته ورسېد.
تر IPL وروسته به راشد خان د هندوستان پر وړاندې په لومړۍ ټسټ لوبه کې ولوبېږي. همداراز ټاکل شوې چې افغانستان له هند سره تر مخامخ کېدو وړاندې له بنګله دېش سره شل اوریزې لوبې ترسره کړي.


















