(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، غبرګولی ۸) د پاکستان د پارلمان له تصويب سره قبايلي سيمې په خيبر پښتونخوا کې له ورګډولو وروسته نن د دغه هېواد ولسمشر ممنون حسين هم د قبايلو سيمو لپاره په لنډمهالي امنيت لاسليک کړی دی.
لنډ مهالی امنيت په دې معنا چې تر هغې به په قبايلي سيمو کې چارې پر مخ روانې وي ترڅو چې په مرکز او خيبرپښتونخوا کې د قبايلو سيمو د امنیتي نظام د چلولو تګلاره نه وي جوړه شوي.
د دغه هېواد د ولسمشر په لاسليک په قبايلي سيمو کې د نوي حکومتي نظامي ځواک په رامنځته کېدلو سره په قبايلو کې د اف سي آر قانون په مکمله توګه ختم شو.
سياسي شنونکی او خبريال سليم صافی وايي، تر هغې چې په قبايلي سيمو عدالتي محکمې جوړېږي او هلته قاضيان لېږل کېږي، د پوليسو تاڼې رغول کېږي او پوليس لېږل، بشپړ نظام جوړيږي دا به ډیر وخت نيسي نو تر هغې به د فاټا ټولې چارې د لنډمهاله انتظاميې د امر لاندې ترسره کېږي او هلته سيمه ييز ځواکونه به خپلې دندې پر مخ وړي.
د پاکستان خيبرپښتونخوا د قبايلي سيمو په ورګډولو سره په دغه هېواد کې ځينې سياسي ګوندونو، قبايلي مشرانو د افغانستان د سرحدونو وزارت او سياستوالو غبرګون ښودلی او دا يې د دغه هېواد يوطرفه او ناقانونه کار بللی دی.

















