د ننګرهار بيګانۍ پېښې څه په ډاګه کړل؟
تميم توفيق
تېره شپه د ننګرهار ولايت په چپرهار ولسوالۍ کې د دولت ځانګړو ځواکونو يو شمېر خلک وژلي چې ويل کيږي د مشرانو جرګې د رئيس فضل هادي مسلم يار خپلوان او يا نژدې کسان هم پکې دي.
موږ له تيرو ۱۷ کلونو راهيسې د دغسې پېښو شاهدان يو، کله مو هيوادوال د يرغلګرو امريکايانو لخوا په چاپو او بمبارونو کې په شهادت رسيږي او کله د حکومتي ځواکونو له لوري وژل کيږي، کورونه يې ورانيږي او آن بې حرمتي او بې عزتي يې کيږي.
له ۱۷ کلونو راپه دې خوا د ورته دردونکو پيښو په اړه د حکومت او رسنيو/خبريالانو څرګندونې او دريځ هم وينو چې په څومره اندازه له کنې او بغض ډک او په اصطلاح بې پرې!؟ دی.
د بيګانۍ شپې پېښې له افغان ولس سره د رسنيو او خبريالانو کينه او ضد لا ښه واضح او ښکاره کړ، دې پېښې څرګنده کړه چې رسنۍ او خبريالان د کابل ادارې او بهرنيو عسکرو سره د افغانانو په بې رحمانه وژنه کې ۵۰ سلنه شريکې دي.
دا مې ځکه وويل چې کله هم د دولتي ځواکونو او يا بهرنيو عسکرو لخوا ولسي وګړي په نښه شوي، هم حکومتي ويندويانو د طالبانو نوم ورکړی او هم خبريالانو تر خپله وسه هڅه کړې چې بې له تحقيق او پلټنې يې د طالبانو په نوم تير کړي. د داسې غمجنو پېښو اړوند د خبريالانو بې طرفي او په هکله يې خواشينونکی او عواطف پارونکی خبر نشرول خو ډيره لرې خبره ده.
دوه مياشتې وړاندې په کندز او فراه کې په عامو خلکو بې رحمانه بمبارۍ يې نغد مثال دی، د دې پېښو له انجام سره سمدستي حکومتي ويندويانو په خورا سپين سترګۍ سره وويل چې طالب مشران يې په نښه کړي، دغه راز رسنيو/خبريالانو هم په ټول توان سره کوشش وکړ چې د ملکي وګړو نوم پټ او په واقعيت پرده وغوړوي. دوه مياشتې وروسته چې د بهرنيو ټولنو لخوا په پېښه کې د ولسي خلکو د وژنې تائيدي خبر رسنيز شو، هم اشرف غني بښنه وغوښته او هم خبريالانو، بې له دې چې د خجالت احساس وکړي، د ملکيانو په مرګ ژوبله خوله چوله کړه.
بيګانۍ پېښې ښکاره کړه چې د افغانيت او ملکيت لپاره د حکومتي چارواکو په شمول د رسنيو/خبريالانو معيار په دولت پورې تړاو دی، که وژل شويو په کوم دولتي چارواکې پورې په يو نه يو ډول تړاو درلود؛ نو رسنۍ به يې ولس يادوي، ګني دهشت ګر او ترهرګر دی او بايد وينه يې توی شي.
تر اوسه پورې زرګونه هيوادوال په موږ د تپل شوې جګړې قربانې شوي دي. د دوی په اړه چې د بين المللي سازمانونو لخوا د دولتي څرګندونو خلاف راپور نه دی نشر شوی، نه يې حکومت د څېړلو غږ کړی او نه هم خبريالانو پلټنې ته د چارواکو د مجبورولو هڅه کړې، مګر بيګاني وژل شوي چې د مسلم يار خپلوان وختل، هم چارواکو بې له ځنډه سيمې ته د تحقيق په موخه پلاوی واستاوه او هم رسنيو/ژورنالستانو د پلټونکي پلاوي او د تحقيق د پايلې د اعلان په اړه په زور او زير خبرونه خپاره کړل.
دغې پېښ ته د دولت او رسنيو مثبت غبرګون په ډاګه کړه چې د هغه افغان وګړي وژنه د تحقيق او پوښتنې قابله ده چې کوم خپلوان يې په حکومتي چوکۍ ناست وي او د خبريالانو ترې څه نا څه سترګه سوزي، ګني نه يې حکومت د دې خاورې بولي او نه يې خبريالان د ولس په نوم پېژني او هر عمل چې ورسره کيږي، د دوی دواړو په نظر مناسب، پر ځای او روا عمل دی.
فالی الله المشتکی



