امریکایان د سهامي شرکت موده غځوي

کامیاب حمزه
ولسې جرګې لپاره د اعلان شوي بستونو ځانګړتیاوي له ډير غور او هر اړخیز دقت وروسته د غني او عبدالله سهامي شرکت ته ابلاغ او دواړه یې مامور کړل چې د ولس په نامه تش کور ( غدارانو جونګړې ته) یې د یوې داسې ټاکنې له طریقه چې نوم یې ملي خو چارې یې جعلي او له خیانت څخه جوړ وي او د سهامي شرکت ملاتړي کسان وي او خامخایې بریالي کړي چې په آینده کې د یرغل، اداري ، مالي ، سیاسي او اقتصادي فساد تحکیم او غداریو د بقا لپاره موثرې هڅې وکړي.
د ولسي جرګې ټاکنې را روانې دي ، د خیانت او غداریو بازار هم داسې ګرم دی چې هر فاسد راځي او خپل ګوړه په کې خرڅوي، نوم د ملت دی او چارې د غني او عبدالله په ګټه په قدرت کې د دوی د بیا پاته کیدو لپاره د امریکایي شیاطینو د ورکړل شوي برنامو یو پربل پسې عملي کول دي.
د خندا ځای دی او هم د شرم چې حکومت شتون ولري خو د خولې خوندې دومره بد چې حتی په ویلو نه ارزي د یوداسې سنت شوي سنډه حکومت په شتون کې زرګونه جعلي تذکرې جوړیږي سخت د شرم ځای دی والله ، په زرګونه له فیسبوک څخه غلاشوي عکسونه دي چې له ثبت او راجستر پرته پر جعلي تذکرو لګول کیږي او د احتمالي نوماندانو په بازارونو کې لاس په لاس کیږي، د خیانت او ملي غداریو د بقا او ټینګښت لپاره خارجي لاسونه او دسیسې په چټکۍ سره افغانان یوې بلې نا معلومې لورې ته روان کړي دي ، له شیطاني عقایدو څخه جوړ شوي افکار او پلانونه، پر ملي او اسلامي ګټو نا باوره او مفسدې څیرې دي چې ښکته او پورته منډې وهې او پوره باور هم لري چې د ملت کورته لاره پیداکوي او تجارت به یې رونق مومي.
د غني او عبدالله د سهامي شرکت بهرني ملاتړي او په سرکې امریکایان خپل حضور او په دې خاوره کې د خپلو پوځي اډو د ساتنې او د یرغل او استعمار بقا په همدې ناخوالو او د افغانان دجاهل ساتلو په واسطه د یو مثبت او نتیجه ورکونکي ګام په توګه حمایت کوي.
یرغلګر وايي : حکومت خو یې خپل دی پاته کیږي د ملت په نامه د افغانانو ستر قوت یا ملي شورا ، چې دم ګړی هغه هم دوی ته په خدمت کولو بوخت ده او د ملي ګټو خلاف او باور مسیریې غوره کړی او په حرکت ده ، چې د خپل کولو نیت یې لري او په مفاسدو روزل شوي د خدای رټلي څېرې به ورته د وکیل او نماینده تر نامه لاندې مامور او د ملت اراده به پرې تمثیلوي او خپلې موخې ته د دوی په واسطه ځان لنډوي.
ولسي جرګې لپاره را روانې ټاکنې د افغانستان د ولس لپاره د سرطاني دانې په توګه بل ستر ګواښ بلل کیږي او د دې خاورې د بې عزته کولو سبب کیږي او د صلیبي یرغلګرو د حضور تمدید، د دې خاورې د معادنو لوټل او داسې نور ملي او افغاني سترو ګټو نابودولو لپاره پلان شوي هڅې دي.
زه په دې باور لرم که چېرې ولسي جرګې ټاکنو لپاره افغاني ریښتیني ملي اراده تمثیل شوي وای او د روان وضعیت د ښه کیدو لپاره ګټور وای ، ملي او با شعوره څېرې ډګر ته شوي وای، د یرغل او استعمار مخالفین وای، د شر او فساد د ځالو ختمونکي افکارو درلودنکي وای ، نو له شک پرته چې د دې خاورې د مجاهدینو او مشرانو له هر اړخیزه ملاتړ څخه برخمن کیدل، خو برعکس له هغه چې فاسد ، زاني ، حرامي ، اجیر ، نوکر ، سیکولر ، غل ، قاتل او جاني ، غلام او د افغانستان د تجزیې د افکارو لرونکي نه دي راټول کړل شوي او هره ورځ له امریکایانو سره ناستې پاستې ، مشورې کیږي او د احتمالي نوماند په توګه ډګر ته راوزي، البته ځيني منور او پاک څيرې له دي نیوکې بهر دي .
اړتیا ده چې د ګران افغانستان د لابربادۍ د مخنیوي لپاره د روانو هڅو مخه ډب ملي او عملي ګامونو پورته کولو ته یوه خوله او یولاس شو له دې پرته بله لاره نشته چې خپل کورګی ګران افغانستان د غدارانو له منګولو، شوم حضور او دساسیو وژغورو.



