د لوګر پر لومړۍ امنیتي حوزه سرتیري بریدونه شوي.

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ غبرګولی ۸)

د لوګر ولایت ځایي چارواکي وایي، چې نن سهار ۵ بجې د لوګر ولایت د لومړۍ حوزې پر ماموریت سرتیري بریدونه شوي چې ګڼ تلفات یې اړولي.
طلوع نیوز د لوګر د ځایي چارواکو په حواله خبر ورکوي چې په دې برید کې د لومړۍ حوزې د آمر په ګډون ۶ پولیس وژل شوي او ګڼ نور ټپیان دي.
بل پلو بیا د یاد ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند شاه پور احمدزی وایي؛ بریدګرو لومړی پر یاده امنیتي حوزه د مازدا په توسط موټر بم برید وکړ او بیا دوه تنه نور بریدکونکي د حوزې آمریت ته ننوتل.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش وایي؛  په بریدونو کې درۍ پولیس وژل شوي او ۸ نور ټپیان دي ، همداراز د چاودنې د شدت له امله په شاوخوا کورونو کې ۴ تنه ملکي وګړي ټپیان دي.
هغه زیاته کړه، بریدګر له لږ شیبې جګړې وروسته ټول وژل شوي.

طالبانو د برید مسؤلیت منلی او په یوه خبرپاڼه کې یې ادعا کړې چې نن سهار وختي یې د پولیسو دچټک غبرګون په قطعه ګڼ سرتیري بریدونه کړي. چې په خبره یې په یاد برید کې د لومړۍ حوزې د آمر په ګډون لسګونه پولیس مړه او ژوبل شوي.
طالبانو ویلي چې جګړه لا هم په شدت سره روانه ده.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button