استازي: د خوست د کمپاین ځواکونو په پکتیا کې ولسي خلک په نښه کړي
(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ غبرګولی ۸)
په مشرانو جرګه کې د پکتیا ولایت استازي وایي چې د تیرې یکشنبې په ورځ د جاني خیلو ولسوالۍ اړوند دبلخیلو په سیمه کې د خوست د کمپاین په نامه ځواکونو پر ولسي خلکو چاپه وهلې چې د کلي ګڼ کسان یې مړه او ژوبل کړي.
د مشرانو جرګې غړی محمد اجان منګل وایي د خوست کمپاین ځواکونو د امریکايي ځواکونو په ملاتړ د وسلوالو ډلو په ځای په لوی لاس ملکي خلک په نښه کړي.
نوموړی زیاتوي ، د کمپاین ځواکونو په دې برید کې ۱۱ ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې چې ۴ تنه یې شهیدان او ۷ تنه نور ټپیان کړي، د دې تر څنګ یې د کلیوالو کورونه نړولي او د هغوی ګڼ عراده جات یې سوځولي.

منګل وایي؛ د کمپیان ځواکونو دې برید ډیری خلک د خپلو کورونو پریښودلو ته هڅولي.
په مشرانو جرګه کې د پکتیا استازی بازمحمد زرمتی پیښه تائیدوي او زیاتوي چې دا ډول پیښې کولی شي د ملت او دولت ترمنځ فاصله ایجاد او خلک د وسلوالو طالبانو ملاتړ ته وهڅوي.
په ورته وخت کې د مشرانو جرګې لومړي مرستیال محمد علم ایزیدیار هم یاده پېښه غندي او له حکومت څخه غواړي چې د کمپاین ځواکونو لخوا په عملیاتو کې د ملکي مرګ ژوبلې موضوع په جدیت وڅېړي.
هغه زیاتوي، حکومت دې د کمپاین ځواکونو په نامه د امریکایانو خاصې ملیشې خپلسري ته نه پریږدي او باید مخه یې ونیسي.
باید وویل شي چې تر دې وړاندې یادو ملیشو په خوست کې هم لسګونه ولسي خلکو ته مرګ ژوبله اړولې او په پکتیا کې د دې ځواکونو تازه عملیات دا جوتوي چې امریکایان غواړي نورو ولایتونو ته هم د دې ځواکونو پوښښ وغځوي.



