بلخ : د وزير پر ځای ولسمشر غني د بريښنايي شبکو پرانيستې ته ورغلی

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، غبرګولی ۹) د ارګ له لوري رسنيو ته په لېږلې خبرپاڼه کې راغلي، چې نن د چهارشنبې په ورځ ولسمشر غني له کابل څخه بلخ ولايت ته تللی ترڅو هلته د دوه بريښنايي شبکو پرانسته وکړي.
ټاکل شوې وه چې تېره اوونۍ د اوبو او انرژۍ وزير علي احمد عثماني بلخ ولايت ته سفر وکړي او د بريښنا دواړه سب سټېشنونه پرانيځي خو د ځايي خبري سرچينو د راپورنو پر بنسټ د ارګ او برېښنا وزارت تر منځ له اوږدې مودې راهيسې لانجې روانې دي ځکه غني د بريښنا وزير د يادو پروژو له پرانيستلو راوګرځولو او پر هوايي ډګر يې الوتنې ته اجازه ورنکړل شوه.
د جمهوري رياست سرپرست وياند شاه حسين مرتضوي وايي، ولسمشر به د خلم د بريښنا د سب سټيشن او د بلخ د مارمول د بريښنا د ويشتلو د شبکو پرانيستلو کې ګډون وکړي.
څو ورځې مخکې ارګ د بریښنا وزارت ته په لېږلې مکتوب کې د دغه وزارت په چارواکو بهر ته پر سفر بنديز لګولی دی، ويل کېږي د دغه مکتوب پر اساس د غني په غوښتنه د بريښنا وزير نه دی پرښودل شوی چې هرات ته ولاړ شي او خپلې کورنۍ سره وګوري.
د ګډ حکومت په ويش کې د بريښنا وزارت د ډاکټر عبدالله په برخه رسېدلی دی، ځکه ځايي رسنۍ لیکي چې ولسمشرۍ ماڼۍ هڅه کوي د اجرائيه رياست کړنې رسنيزې نه شي او لاسته راوړنې او امتيازات يې ارګ په خپله ګټه حساب کړي.
د شنونکو په باور ولسمشر ته پکار وه چې د بريښنا د يادو شبکو د پرانيستې لپاره ولسمشر غني له ځان سره د بريښنا وزير هم ملګری کړی وی خو د اجرائيه رياست او ولسمشرۍ ماڼۍ د ژور اختلاف له امله د دواړو ګډ سفر ترسره نه شو.



