ایران کې يوې الوتکې سقوط کړی

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، غبرګولی ۹) د ایران په پلازمينه تهران کې د يوې الوتکې د سقوط له امله دوه تنه وژل شوي دي.

د ایراني رسنيو د راپور سره سم، پېښه د تهران په امام خميني هوايي ډګر کې هغه مهال شوې کله چې يوې تعليمي الوتکې له لنډ ځنډ الوت وروسته سقوط وکړ او نسکوره شوه.

په الوتکه کې دوه تنه چې د يادې الوتکي پيلوټان و وژل شوي دي.

تر اوسه د دغه الوتکې د نسکورېدو لامل نه دی په ډاګه شوی خو ځايي چارواکي وايي په اړه يې څېړنې پيل کړي دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button