مشرانو جرګه: د اتمر په مشرۍ پلاوي د ناټو په غوښتنه اسلام آباد ته سفرکړی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ غبرګولی ۸
د مشرانو جرګې غړو تیره ورځ د جمهور رئیس د ملي امنیت د سلاکار حنیف اتمر او ورسره تللي پلاوي سفر د امریکا او ناټو په امر بللی او سختې نیوکې یې پرې کړې.
د مشرانو جرګې غړی زلمی زابلی وایي؛ ۱۷ کاله کیږي چې ورته سفرونه جریان لري خو کومه مثبته نتیجه یې لا نه ده خپله کړې.
هغه زیاتوي؛ “ دا د جنګ د دوام لپاره خبرې دي، د امریکا او ناټو خبرې دي افغانان نور قاطع عمل غواړي.“
د مشرانو جرګې لومړی مرستیال محمد عالم ایزیدیار بیا وایي ؛ امریکایان د افغان چارواکو په دې ډول غولوونکو سفرونو وخت مصرفوي او په خبره یې چې امریکا او ناټو د خپلو ګټو په هدف له افغان چارواکو څخه د وسیلې په توګه کار اخلي.
د مشرانو جرګې یو بل غړی ګل محمد رسولي وایی چې له امریکایانو سره د امنیتي تړون تر لاسلیک وروسته هره ورځ موږ د جنګ قرباني یو، ولسونه مو په مختلفو توطیو سره وژل کیږي او په ورځنۍ توګه مو لسګونه امنیتي ځواکونه خپل ژوند له لاسه ورکوي.
سناتوران وایي؛ له امریکا سره په شوي امنیتي تړون کې ذکر شوې مادې ورځ تربلې د امریکا او ناټو له خوا نقض کېږي.
د دې جرګې غړی محمدنادر بلوڅ وایي؛ له امریکا او متحدینو سره یې د امنیتي تړون سربېره امنیتي وضعیت د لا خرابېدو په حال کې دی، ان تر دې چې د ولسوالیو له سقوط وروسته اوس ولایتونه هم سقوط کوي.



