طالبانو د لوګر برید څرنګوالی، تلفات او هدف روښانه کړل
(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ غبرګولی ۸)
نن سهار وختي طالبانو د لوګر ولایت پر لومړۍ امنیتي حوزې او ورڅیرمه د چټک غبرګون قطعه په نښه کړه.
د لوګر ځایي چارواکي وایي؛ په دې برید کې د حوزې د آمر په ګډون ۶ پولیس وژل شوي او یو شمیر نور ټپیان دي.
د دوی په باور؛ برید له کم مقاومت وروسته مهار شو او د چټک غبرګون قطعې دواړه پاتې واړه بریدګر ووژل.
طالبانو بیا دا ادعا رد کړې او ویلي یې دي چې برید پوره ۳ ساعته دوام وکړ چې په کې د حوزې آمر په ګډون تر دیرشو پورې افسران او پولیس وژل شوي او لسګونه نور ټپيان دي.
د طالبانو خبرپاڼه زیاتوي، د برید پیل د منفجره توکو د ډک موټر په چاودنې سره د پکتیکا اوسیدونکي امرالله وکړ چې ورپسې د کاپیسا اوسیدونکي حقمل او د نور الله په نامه د کندهار اوسیدونکي ودانۍ ته ننوتل او هلته یې میشت عسکر په نښه کړل.

په خبرپاڼه کې راغلي “د استخباراتي معلوماتو په اساس د چټک غبرګون په قطعه او حوزه کې مجموعا له سلو څخه زیات پولیس اوسیدل چې د استشهادي کنډک د کشفي ګروپ لخوايي د برید په پلان کې له منځه تلل سنجول شوي وو او هدف په بریالیتوب سره تر لاسه شو“
همداراز دې ډلې ادعا کړې چې د یاد ولایت د خضر په لویه پوځي اډه یې هم نن سهار د د( BM16) میزایلو په مټ بریدونه کړي چې د دوی په وینا، ټول په دقیقو ځایونو لګیدلي او د بهرنیانو او افغان ځواکونو ته د تلفاتو اړولو سربیره یې د هغوی ترمنځ سخته وارخطایي خپره کړې.
طالبانو د برید دهدف په تړاو ویلي چې، له مقابل لوري څخه یې د هغو وحشیانه چاپو کسات اخیسته چې په میدان وردګو او لوګر کې یې پر ولسي خلکو وهي.
خبر پاڼه زیاتوي “اګرکه هغه عملیات د امریکايي اشغالګرو لخوا طرحه او عملي کیږي خو ورسره په څنګ کې داخلي تالۍ څټي هم ځغلي او د کفارو د سترګو او غوږو حیثیت خپلوي. “
طالبانو ګواښ کړی چې د بهرنیانو او افغان ځواکونو پر مهمو هستو تر دې څخه د لا لویو او خطرناکو بریدونو پلان لري.



