امنیتي مسؤلین د امنیتي ستونزو له امله استجواب غونډي ته حاضر نه شول

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ غبرګولی ۸)

ولسي جرګې د روان کړکیچن وضعیت په اړه د جلسې عمومي غونډې ته د ملي یووالي د حکومت امنیتي چارواکي د استجواب لباره ورغوښتي و، چې یادو مسؤلینو له ورتګ څخه ډډه کړې.
وکیلان وایي، دوی د کورنیو چارو او د فاع وزیران او د ملي امنیت عمومی رئیس وربللي و، چې دریو واړو په یوه مکتوب کې چې ولسی جرګې ته یې لیږلی ویلي “ د سختو امنیتي تهدیداتو او د امنیتي رازونو د نه افشا په خاطر داځل د ولسي جرګې استجوابیه غونډې ته نه حاضریږو.“

د امنیتي چارواکو دې کار ولسي جرګه دوه ګونده کړه یو شمیر وکیلانو ویل؛ چې امنیتي مسؤلین له خپل قانوني مسؤلیت څخه تیښته کوي او ځینو نورو بیا د هغوی ددې کار ستاینه کوله.

امنیتي مشران:برمک، ستانکزی طارق شاه بهرامي

د ولسي جرګي غړي عبدالقیوم سجادي او عارف رحمانی وویل؛ د حکومت له چارو نظارت او د وضعیت په اړه له هغوی څخه وضاحت غوښتل ،د هغوی استجواب کول د ولسي جرګې قانوني دنده ده او باید یاد چارواکي د قانون تر مخه د دوی پر وړاندې د ‘څه کولو او نه کولو‘ بهانې ونه کړي.

بشیر احمد تینج وویل ” ولایت او ولسوالۍ مو ورځ تر بلې د سقوط له ګواښ سره مخ کیږي، که هغوی د خپلو چارو د ترسره کولو وړتیا نه لري، باید استعفا ورکړي“

خو بل پلو ځینو نورو وکیلانو د امنیتي مشرانو د دې کار ننګه کوله او له هغوی څخه یې دفاع وکړه.
د ولسی جرګې وکیل صالح محمد سلجوقي او عبدالقادر ځاځي وویل؛ به اوسنیو شرایطو کې د امنیتی مسولینو استجواب کومه ګټه نلري خکه هغوی نه شي کولی د شخصی امنیتي مشکلاتو له امله د پارلمان تر انګړه ځانونه ورسوي.
یو بل وکیل عبد الرؤف انعامي بیا وویل چې د استجواب مسئله کم شمیر وکیلانو د شخصي منافعو په خاطر راپورته کړې وه او د ټولو وکیلانو خوشه نه وه ‘ موږ تیره اونۍ هم یاد چارواکي استجواب کړل د بیا رابللو یې هیڅ اړتیا نه وه‘.

خو د ولسي جرګې رئیس عبدالرؤف ابراهیمي بیا د امنیتي چارواکو د ملاتړو وکیلانو خبرې رد کړې او زیاته یې کړه چې امنیتي مسؤلین به خامخا د راتلونکې چهارشنبې پر ورځ د جرګې عمومي غونډې ته ور غواړي او دا پلمې یې نورې نه مني.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button