د مسافر ورور کيسه !

لیکونکی: الحاج محمد فاروق خوږمن.
د سهار اودس یې وکړ
لمانځه وروسته د قران په تلاوت بوخت شو،
کوچنی زوی یې له خوبه راپاڅېده.
سترګې یې په پلار ولګېدلې.
ورته یې وویل: پلاره ما نن بازار ته بیایې؟
زه او مور به تا سره نن ګډ ولاړ شو، نور شیان نه اخلم، یواځي یوه طیاره راته واخله
چي ته کله ځې بیا به دي پکي وړم.
مور یې د وره تر شا پښه نیولي ولاړه وه.
غرېو واخیسته او کوټې ته دننه شوه
زوی یې غېږ کي واخیسته، ورته یې وویل:
زویه ته به نن ماسره یې زه په کور تنها پاتي یم
پلار دي نن چيري ځي،
ده یې په سر لاس تېر کړ او خپل زړه ته یې نیږدې کړ
کلک یې سینه پوري ونیوو او ورته یې وویل:
تاته به زه طیاره راوړم، خو مور دي تانه بغیر ژوند نشي کولی
ته باید له نیا او مور سره دي پاتي شې.
وروسته د چایو کوټې ته ولاړ
ګوري چي د چم ملګري یې ناست دي
ستړي مشې وکړه چای یې وخوړ او راولاړ شول
تر څو دسفر خدای په اماني ورسره واخلي
خپلي کوټې ته دننه شو. زوی یې د حلوه په خوړلو لګیا وو
اوچت را پورته شو لاس یې تر پلار تاو کړل .
دی ورته کېنوست او په دواړه مخه یې ښکل کړ او ورته یې وویل: دوعا کوه زه نور ځم، خو ګوره مور دي په تکلیف نکړې
مور یې غرېو نیولي ورته راغله لاسونه یې ترې تاو کړل، سلګو واخیسته او په ژړغوني اواز یې ورته وویل:
برنډه کي ټول تاته انتطار دي ځه الله دي مل شه، خدای ته مي سفارلی یې، خو چي کله پخیر ورسېدلې احوال راولېږه
هو ریښتیا که دي کار پیدا کړ ، ما باندي به زېری کوې چي ستا په نامه دوه، درۍ پاستي په تناره در پسي غوړ کم.
راروان شو سترګو کې ډنډ اوښکي ولاړي وې
تر دروازې چي راووت او د کور کوچنیان یې په دروازه کي ولاړ ولیده.
نرۍ سلګۍ یې واخیسته، مخ یې بل خوا واړاوو، او لاس یې د خدای په اماني پورته کړ
او په ورو، ورو قدمو یې له کوره رخصت واخیست
او د سفر په لور یې ښه وکړه.



