د ګډ حکومت د واک موده کې نږدې ۵۰ زره ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ غبرګولی ۱۴)
د ملګرو ملتونو د راپورونو په اساس، د ګډحکومت له پیله، بیا د ۲۰۱۸ تر لومړیو ۳ میاشتو، نږدې ۵۰ زره ولسي افغانان د روانې جګړې قرباني شوي دي.
راپور زیاتوي، د امریکا په منځګړتوب د راټوکیدلي ګډحکومت په لومړي کال نږدې ۱۰زره ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه، هیلې دا وې چې ښایي د ملي یووالي حکومت به د ملکي مرګ ژوبلې په قابو کې بریالی شي خو د اټکل خلاف دا شمیره د وخت په تیریدو سره لا لوړه شوه.
د ملګرو ملتونو د راپور ترمخه؛ د ګډ حکومت له راتګ نه بیا تر اوسه شاوخوا ۴۵۷۱۴ تنو ولسي افغانانو ته په هوایي بریدونو، شپنیو چاپو، چاودنو او مخامخ بریدونو کې مرګ ژوبله اوښتې ده.
د بشري حقوقو د کمیسیون ویاند بلال صدیقي د ملکي مرګ ژوبلې ارقام د اندیښنې وړ بولي او زیاتوي: تر هغو چې جګړه اوږدیږي ملکیانو ته به یې تلفات زیاتیږي.
کمیسیون وایي؛ حکومت په دې موده کې د خپلو ځواکونو لوړ تلفات پټ ساتلي او زیاتوي چې حکومت له یوې خوا د خپلو ځواکونو د تلفاتو په پټ ساتلو سره له ځان څخه د هغه مسؤلیت د پورته کولو هڅه کوي چې یو قانوني حکومت یې د خپلو ځواکونو پر وړاندې لري او له بل پلوه دا حکومت له جګړو او تلفاتو ګاللو سره سره ولسي افغانانو ته د امنیت په راوستلو کې ناکام دی نو له همدې کبله په رسنیز سانسور سربیره هغه چارواکي هم تحدیدوي چې وخت ناوخت دا اطلاعات بربنډوي .
د نوې ملي جبهې مشر وایي؛ هیڅ حکومتي مقام دا نه ردوي چې د افغان ځواکونو تلفات دې په لوړه کچه نه وي، چې دا یوه بوږنونکې او جدي خبره ده.
د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش هم مني چې په ۲۰۱۸ کال کې د دوی د نظامیانو تلفات له تیرکال څخه زیات دي .
سږکال د ملکي افغانانو تلفات له دې کبله هم په لوړه کچه دي چې امریکایي ولسمشر د افغانستان پر وړاندې په خپله جګړییزه ستراتیژي کې خپلو ټولو ځواکونو ته امر کړی چې وسلوال باید هر ځای او په هره سیمه کې په نښه شي او د ولسي خلکو د تلفاتو مخنیوي ته په کې هیڅ راز پاملرنه نه ده شوې.
په پاکستان کې میشت افغان سفیر عمر زاخیلوال وایي، د طالبانو په لیکو کې غوڅ اکثریت هغه کسان دي چې د امریکایانو او افغان امنیتي ځواکونو له خوا په یو نه، یو ډول ځورول شوي وي او د خپل انتقام اخیستلو په موخه له طالبانو سره یوځای شوي دي.
هغه زیاتوي؛ د حکومت او امریکایانو ستراتیژي خپله د مخالفینو د زیاتوالي سوژه ده او ترڅو چې ولسونه له نظام سره په جګړه بوخت وي، هغه نظام به کله هم برمختګ ونه کړي.



