افغانستان بنګله دېش ته د ۴۵ منډو په توپير ماتې ورکړه

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، غبرګولی ۱۴) د افغانستان او بنګله دېش تر منځ د شل اوريزو سياليو د لړۍ په لومړۍ لوبه کې افغانستان بنګله دېش ته د پنځه څلوېښت منډو په توپير ماتې ورکړه.

د لوبې پچه بنګله دېش وګټله او د توپ اچونې پریکړه يې وکړه.

افغانستان په ټاکلو شلو اورونو کې بنګله دېش ته د اتو لوبغاړو په سوځېدو سره د ۱۶۸ منډو هدف وټاکه.

خو د بنګله دېش ټول لوبغاړي په نوولسم اور کې د ۱۲۲ منډو په جوړولو سره وسوځېدل او لوبه د افغانستان په بريا پای ته  ورسېده.

راشد خان او شاپور ځان ښه توپ اچونه وکړه او درې- درې لوبغاړي يې وسوځول، دغه راز محمد نبي دوه او مجيب او کريم جنت يوه یوه ويکټه واخيسته.

د افغانستان لپاره تر ټولو زياتې ۴۰ منډې شهزاد محمدي، ورپسې سميع الله شينواري تېزه لوبه وکړه او په اتلس توپونو يې درې شپږيزې او درې څلوريزې ووهلې او ۳۶ منډې يې جوړې کړې.

د افغانستان او بنګله دېش د شل اوريزې لړۍ دوهمه سيالي به سبا ماښام اووه بجې کېږي چې د یک تلويزيون له لارې به په ژوندۍ به ښودل کېږي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button