د افغانستان روانه جګړه کې د اسرائیلو ښکېلتیا.!

لیکوال: عطاءالله مبارز
نژدې دوه لسیزې کیږي چې د امريکا په مشرۍنړۍوال صلیبي ائتلاف په افغانستان کې د ترهګرۍ په وړاندې د مبارزې ترعنوان لاندې له هیڅ قسم ظلم او وحشت څخه دریغ نه دی کړی.
هر وخت يې له همدې نومونو څخه په ګټه اخیستنې خپلو شومو موخو ته درسېدو لپاره کوښښونه کړي دي.
په دې وروستیو داسې خبرې کیږي چې په افغانستان کې د غاصب او اشغالګر تش په نامه یهودي دولت عسکر هم له امريکایانو سره په اشغال کې برخه لري.
د امریکا (وټرنز ټوډې) ورځپاڼې ليکلي، چې اسرائيلي فوځيان له ۲۰۰۴م راهيسې په افغانستان کې د افغان امنيتي ځواکونو په روزنه او له نشهيي توکو سره په مبارزه بوخت دي او د دې لپاره له امريکايي هويته ګټه پورته او خپل هويتونه پټ ساتي.
د ورځپاڼې په وينا اسرائيلي پوځيان د خپل هويت په ښکاره کېدو وېريږي او نه غواړي، چې څوک يې د اسراييلو په توګه وپېژني.
ورځپاڼه د ۲۸ می په ګڼه کې خبر ورکوي چې طالبانو د فراه ولایت په هوایی ميدان د توغنديز برید په ترڅ د اسرائلي فوځ يوه هليکوپتر رانسکوره کړې او عسکرو ته يې مرګ ژوبله اړولې.
دغه امریکايي سرچينه وايي، چې اسرائیلي عسکر له افغانستانه د ایران پر ضد او همدارنګه د اسراييلي استخباراتو «موساد» په مرسته له سوريې او عراقه افغانستان ته د داعش وسلهوالو لېږد کې هم مرستې کوي.
د وټرنز ټوډې د راپور پر بنسټ د جلال اباد هوايي ډګر کې د موساد غړو اتلس مياشتې وړاندې د داعش د روزنې لپاره يو مرکز جوړ کړی او داعش وسله وال ورته له ترکيې او عراقه راوړي.
دالومړی ځل نه دی چې په افغانستان کې د اسرائیلي عسکرو د شتون خبره کېږي، بلکې پخوا هم د نړۍ معتبرو رسنيو دا خبر خپور کړی و چې ښه بېلګه یې د د روسيې راسيسکا ګازتا ورځپاڼه ده
د ورځپاڼې په باور د اسرائيلي ځانګړو ځواکونو نوي تنه افغانستان ته لېږدول شوي دي.
دغې روسيې ورځپاڼې په خپل راپور کې ويلي و، چې اسرائيلي پوځيان د خپل هويت د افشا کېدو له وېرې له امريکايي هويته ګټه پورته کوي.
دا چې د افغانستان په جګړه کې امریکا اودکابل ګوډاګۍ ادارې د مجاهدینو په وړاندې په پوره توګه ماته خوړلې نو اوس د خپلی بقا لپاره لاس اوپښی وهي ترڅو وکولی شي نړۍ والو ته ځان په یاده ناکامه جګړه کې بریمن وښئ ځکه یي د خپل بخت د ازمایلو لپاره اسرایلو ته هم لاس وراوږد کړی.
د افغانستان مسلمان ملت پوره ۱۷کاله د امریکایي صلیبي اتحاد لخوا هرډول ظلمونه وزغمل او په جګړه کې د یهودي عسکرو شتون پری کوم منفی تاثیرنه شي غورځولی یواځی دومره به وکړي چې داشغالګرو په قطارکې به اسرائیل هم وراضافه شي اودا ګنګوسې
له ډیر وخت څخه اوریدل کیدې هم چې د نړۍ د نورو کفارو ترڅنګ اسرائیل هم د افغانستان په روانه کشاله کې په یو نه یو ډول ښکیل دي.
ماته ځینو هغو ملګرو چې د امریکایانو له شپنیو چاپو سره مخ شوي و کلونه مخکې ویلي و چې امریکایانو سره په چاپو کې یهود هم ملګرتیا کوي، دوی د اسرائیلي یهودو د پیژندولو نښه د هغوي ږیرې اوپه یونیفارم داسرائیلو بیرغ یادول
حال دا چې د کابل حکومت په ښکاره د اسرائیلي دولت سره اړیکې نلري خو د نړیوالو رسنیو وروستي راپور داخبره په اثبات ورسوله چې اسرائیل د کابل د ادارې سره د امریکا په وساطت اړیکي لري.
هغه اسرایل چې له ۱۹۴۷م کال راهیسې یې په زرګونه فلسطینیان شهیدان کړي، معیبوب کړي، بندیان کړي، ښارونه یې ور څخه په زور نیولي او د مسلمانانو لومړنۍ قبله بیت المقدس یې اشغال کړې د افغان تش په نوم دولت مشران اوهغه تش په نامه جهادي مشران چې د دیموکراسۍ ډول ته ګډیږي، باید شرم احساس کړي چې د دوی له لاسه د نورو کفارو ترڅنګ د اسلامي امت ازلي دښمنان یهود هم په افغانستان کې په مسلمان وژنه اخته دي.
په پای کې بايد یادونه وشي چې طالبان د اسلامي امت محسنان دي، امت یې باید دقربانیو درناوی وکړي، که الله ج مه کړه طالب نه وای، نن به د کابل د بې ننګه چارواکو له لاسه افغان ملت په کوم بدحال کې ژوند کاوه، نن به مو په هیواد کې په لکونو بهرني عسکر موجود وای، څوک چې وایي هغه په لکونه امریکایې اوناټو عسکرچي له هیواد څخه ووتل دا د امریکا د تلونکي ولسمشر بارک اوباما د پالیسۍ د بدلون نتیجه وه په غلطه دي؛ امریکا اومتحدینو یې په ایماني وسله د سنبالو غریبو طالبانو په لاسونو ماته خوړلې، او ژر ده چې د یهودانو په شمول پاتې خارجي اشغالګر به هم د ایمان زور ته په ګونډو شي. ان شاءالله!
د اسلامي، خپلواک او سولییز افغانستان په هیله!