موټر کې د ماشومانو پرېښودل د جل وهلو خطر لري

ډېر خلک چې د کوم کار لپاره موټر ودروي او ماشومان ورسره وي، ماشومان موټر کې پریږدي او دوی خپل کار پسې ولاړ شي، څېړونکو دادکار د ماشومانو لپاره ډېر خطرناک او آن مرګوني بللی دی.
څېړونکو ثابته کړې ده چې لمر ته ولاړ موټر د ګرمي درجه ډېره په چټکي سره لوړيږي او که موټر کې ماشومان وي شونې ده هغه ډېر ژر ګرمي ووهي، په ځانګړې توګه د دوه کلنۍ شاوخوا عمر لرونکو ماشومانو لپاره بېخی خطرناکه ده. که هغوی موټر کې یو ساعت پاته شي ګرمي یې وهي.
د مثال په توګه که بهر د ګرمي درجه 38 ته رسیږي نو لمر ته ولاړ موټر کې د ننه د ګرمي درجه یوه ساعت کې 47 ته رسیږي، او که سیوري ته ولاړ وي بیا دوو ساعتونو کې د موټر داخلي ګرمي 47 ته رسیږي. دا څيړنه د جرمني ابونیټ څېړنيزي طبي ادارې کړې ده.
نوموړې اداره وایي چې ګرمي ولاړ موټر کې د هر چا پاته کیدل خطرناک دي خو د تی رودونکو ماشومانو لپاره آن مرګوني ثابتیدلی شي، ځکه د ګرمي مقابل کې د هغو د بدن مقاومت ډېر کمزوری دی.
دا اداره سپارښتنه کوي چې آن د اوږده سفر په مهال هم باید موټر کې له ماشومانو سره ډېر احتیاط وکړل شي، موټر کې باید سړې اوبه شتون ولري او د موټر د سختي درجه باید برابره ولرلاي شي. ماشوم ته باید له لمر ساتونکي خولی واغوستل شي او د موټر ښیښې باید په ځانګړو پردو وپوښل شي.



