کرکټ: نن د افغانستان او بنګله د ېش دوهمه شل اوريزه لوبه کېږي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، غبرګولی ۱۵) د افغانستان او بنګله ديش کرکټ ملي لوبډلو تر منځ د شل اوريزو سياليو د لړۍ نن دوهمه لوبه کېږي.

د افغانستان د کرکټ بورډ په خپله فسبوک پاڼه ليکلي چې د افغانستان او بنګله دېش تر منځ د درې يو ورځنيو سياليو د لړۍ دوهمه لوبه به د افغانستان پر وخت اووه بجې د هند په دهرادون ښار کې پیل شي.

د دواړو هېوادونو تر منځ د شل اوريزې لړۍ لومړۍ لوبه افغانستان له بنګله دېش څخه د پنځه څلوېشت منډو په توپير وګټله.

د افغانستان د کرکت بورډ د معلوماتو پر بنسټ، په ژوندۍ بڼه د دغه لوبو د خپرولو حق یواځې یک تلویزيون لري او نورو چینلونو ته يې د خپراوي اجازت نه دی ورکړل شوی.

باید وويل شي، د دواړو هېوادونو وروستۍ لوبه به د راتلونکې پنجشنبې په ورځ ترسره کېږي.

ټاکل شوې ده چې د همدې مياشتې له څوارلسمې تر اتلسمې نيټې د بنګلور په ايم چینا سوامي لوبغالي کې له هند سره دوستانه لوبې هم ترسره شي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button