(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ غبرګولی ۱۵)
په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ماموریت ادارې ویلي چې د کابل په غونډه کې د علماؤ په پریکړه خوښي څرګندوي او کلک ملاتړ یې کوي.
ناټو ویلي، “تیره ورځ ګڼو علماؤ د بهرنیانو او افغان ځواکونو پر ضد د جګړې د حرمت فتوا ورکړه، موږ د دې فتوا هرکلی کوو او ستایو یې“
خبرپاڼه کې راغلي ناټو په دې سختو شرایطو کې د افغانانو تر څنګ ولاړه ده او هر اړخیز ملاتړ ته یې دوام ورکوي.
تیره ورځ په ناڅاپي توګه دولت پلوه ملایانو، قومي مشرانو او دولتي چارواکو چې شمیر یې تر ۲۵۰۰ تنو ته رسیده په یوه پریکړه لیک کې د افغان ځواکونو او د هغوی د نړیوالو متحدینو پرضد روانه جګړه حرامه وبلله او د هغوی سرتیري بریدونه یې ناروا یاد کړل.
دوی په هیواد کې د امریکا په مشرۍ د نړیوالو قواوو د نظامي شتون او د هغوی له خوا د بمباریو او شپینیو چاپو په تړاو له څه ویلو ډډه وکړه.
ولسمشر غني دا پریکړه وستایله او له اړوندو اداراتو یې یاد پریکړه لیک د چاپ او د وړیا توزیع کولو غوښتنه وکړه.
طالبانو بیا ویلي چې د دیني عالمانو د غونډو په عنوان دغه پروسه یوه سوچه امریکایي پروسه بولي، چې د پلان، اکمال او عملي کولو ټولې چارې یې د امریکایي اشغالګرو لخوا رهبري کیږي، امریکایان غواړي د دغو غونډو په توسط خپل ظالمانه پوځي اشغال ته جواز پیدا او دیني رنګ ورکړي او په وړاندې یې د افغان مؤمن اولس پیل شوی جهاد مردود ثابت کړي
د طالبانو په وضاحت لیک کې راغلي؛. جنرال جان نیکولسن دوه میاشتې مخکې په کابل کې د یوه خبري کانفرانس پر مهال ویلي وو، پلان لري په روان کال کې پر طالبانو مختلف فشارونه وارد کړي. نوموړي زیاته کړې وه، چې دا فشارونه پوځي، سیاسي، ټولنیز او حتی مذهبي فشارونه دي.
دوی زیاته کړې : “د مذهبي فشارونو نه مطلب دا دی چې د افغانستان او ځینو نورو هیوادونو د دیني عالمانو په نامه فرمايشي، غونډې به جوړیږي او په دې غونډو کې به د طالبانو په ضد فتوی صادره شي او له ولس کلن جهاد وروسته به د هغوی د مبارزې مشروعیت له دیني اړخه چیلنج کړي“
طالبانو له علماؤ غوښتي چې په استخباراتي غونډو او منډو کې د شرکت په ځای باید له خپل اولس او مجاهدینو سره همکار شي تر څو الله تعالی د اشغال فتنه ورکه او د مسلمان اولس عزت او استقلال را معاد کړي.


















