د پشترود ولسوال: پنځه عسکر له يوه ټانګ او وسلو سره طالبانو ته تسليم شوي دي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، غرګولی ۱۵) د فراه سيمه ييز چارواکي وايي، په پشترود ولسوالۍ کې پنځه پوليس له خپلو وسلو سره طالبانو ته اوښتي دي.
د دغه ولايټ د پشترود ولسوال غوث الدين نورزی هم مني چې د ناغ په سیمه کې د ملي اردو پنځه عسکرو له خپلو وسلو سره طالبانو ته ور اوښتي دي.
د پشترود څخه باوري سرچينو شمشاد نیوز ته ويلي، دغه عسکر د يادې ولسوالۍ مربوط د “ناغ” په کلي کې د خپل يوه ټانګ او اته ميلو وسلو سره طالبانو ته تسليم شول.
طالب ویاند قاري یوسف احمدي له دوی سره د پنځو عسکرو يوځای کېدل تاييدوي وايي، په ياده ولسوالۍ کې دبلوک په نوم له مهمې او دفاعي قرارګاه څخه قومندان بسم الله سره له ۵عسکرو یوه ټانګ مهماتو۷میله امریکایي ثقیلانو له مجاهدینوسره یوځای شول اومجاهدینویې تودهرکلی وکړ.
طالبان وايي، دغه عسکر د دوی د مشرتابه د عامې عفوې له اعلان څخه په استفادې د دولت له نظامي ليکو بيل او دوی ته تسليم شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې مخکې د فراه د پرچمن ولسوال او د امنيې قومندان له ټول پرسونل سره ټوله ولسوالۍ طالبانو ته تسليم کړه.



