(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، غبرګولی ۱۵) د ټاکنو د خپلواک کمېسیون کمشنر سید حفيظ الله هاشمي وايي، لا هم په ټول هېواد کې د نوم ليکنې ۷۶۰ مرکزونه نه دي پرانيستل شوي.
د هاشمي په خبره، له يادې شمېرې څخه يې ۵۱۵ مرکزونه د امنيتي ګواښونو او ۲۴۵ نور بيا د نوم ليکنې د توکو د نه رسيدګۍ له کبله تړل شوي دي.
د یاد کمېسیون د معلوماتو پر بنسټ، ۴۵۲ مرکزونه د دولت تر واک لاندې سيمو څخه بهر دي چې له سره پرانيستل شوي نه دي.
که څه هم د ټاکنو خپلواک کمېسيون وايي، د نوم لکنې مرکزونو ته مواد باید په خپل وخت رسېدلی وی خو دا چې الوتکې په عملياتو کې بوختې دي نو ځکه يو شمير ولسواليو ته لا هم مواد نه دي رسېدلي زياتوي چې د الوتکو د ډير مصروفيت سربيره يې هم په تېره يوه اوونۍ کې د هوا له لارې ۵۳ مرکزونو ته د نوم ليکنې مواد رسولي دي.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون په هیواد کې د نوم لیکنې ۴۴۹۱ مرکزونه په ګوته کړي وو خو یوازې ۳۲۷۹ مرکزونه پرانیستي دي.
د ټاکنو کمېسیون د معلوماتو له مخې، د نوم ليکنې شمېر نږدې پنځه ميليونه کسانوته رسېدلی خو لا هم دغه شمير له ټاکلي هدف څخه کم دی.
پر ټاکنو څارونکي بنسټونه د راتلونکو ټاکنو په ترسره کولو، د نوم ليکنې د شمېر، د امنيت او په ټاکنو کې د درغلۍ په اړه اندېښنه څرګندوي.
د ټاکنیز نظام اصلاح کمېسیون غړی صدیق الله توحیدي وايي،د ښه امنیت او نسبي امنیت په شتون کې د رایې ورکړې پر ورځ به بیا هم ښې ټاکنې او رڼې ټاکنې ونه لرو.


















