په بروکسل کې د ناټو د ناامیدو غړو هېوادونو غونډه

سرلیکنه

په افغانستان کې د روان امنیتي وضعیت په اړه پخپله افغان چارواکي او د امریکا په مشرۍ پر افغانستان یرغل کوونکي د ناټو غړي هېوادونه په افغانستان کې د امن د نه کنټرول له امله ناامیده شوي، چې غواړي د تېر په څېر د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې د دفاع وزیرانو په کچه غونډه وکړي.

د افغان حکومت دفاع او د کورنیو چارو وزیرانو خو په ۲۰۱۵م کال کې پر کندز د طالبانو د کنټرول پر مهال د امنیت ساتلو په اړه خپله بې وسي او ناکامي منلې وه، اوس یې دا دی د کابل ګارنیزیون قوماندان، فضل امان، هم ومنله چې نور د کابل ښار امنیت نه شي ساتلای.

د کابل ګارنیزیون قوماندان، فضل امان، د کابل ښاریانو د امن په ساتلو کې تر ناکامۍ وروسته رسنیو ته ویلي چې په کابل کې د وروستیو مرګونو چاودنو او بریدونه له امله نور د کابل ښاریانو د امن ډاډ نه شي ورکولای، ځکه چې په کابل کې ورځ په ورځ ناامني مخ په زیاتېدو ده او کنټرول یې د دوې په وس کې نه دی.

همدارنګه، د امریکا په مشرۍ د ناټو غړو هېوادونو هم د افغانستان د امنیت پر مخ په خرابوالي اندېښنه ښوولې، ویلي یې دي چې افغانستان ته د نورو پوځونو له لېږلو او افغان حکومت باندې د پراخو میلیاردي ډالرو لګښت سره سره، په افغانستان کې امنیتي وضعیت ورځ په ورځ خرابېږي. د همدې ستونزې د حل لپاره یو ځل بیا د بلجیم په پلازمېنه، بروکسل، کې د ناټو د غړو هېوادونو د دفاع وزیرانو په کېدونکې غونډه کې به د افغانستان د امنیت په اړه بحث وشي.

په بروکسل کې کېدونکې غونډه به د راتلونکې جمعې په ورځ، اتم جون، دایره شي او د افغانستان امنیتی حالات به پکې و ازول شي.

 د نورو شویو غونډه په پرتله پکې دا توپیر لیدل کېږي چې تصمیم به یې وروستی تصمیم وي، ځکه په نورو غونډو کې د ناټو غړو هېوادونو دفاع وزیران په افغانستان کې د خپلو ناټو پوځونو او هم د افغان پوځ په اړه ډاډ درلود، خو اوس له دواړو خواوو ډاډ من نه دي، چې نه افغان او نه د ناټو پوځونو په افغانستان کې امن وساتلای شو.

په راتلوکې غونډه کې به د ناټو غړو هېوادونو دفاع وزیران پر دې بحث کوي چې افغانستان ته نور پوځ ولېږي او که له افغان پوځ سره د روحیې په لوړوالي کې مرسته وکړي؟

په بروکسل کې د ناټو کېدونکې غونډه د سختې ناامیدۍ غونډه ده، چې د ناټو د مرستیال ویاند، پیرز کزالې، په وینا، یو پرېکنده تصمیم به پکې نیول کېږي.

د پیرزکزالې له وینا خو داسې  جوتېږي چې د بروکسل په غونډه کې د افغانستان د امنیت د ارزولو ترڅنګ به پر دې هم بحث وشي چې نور په افغانستان کې بایللې جګړې ته دوام ورکړي او که نه؟ ځکه دا څلورم ځل دی چې په بروکسل کې د ناټو غړي هېوادونه د افغانستان امنیتي وضعیت ارزوي او د غوڅ ملاتړ د ماموریت پر اغېزمنتوب بحث کوي؛ خو شاید په دې اړه یې دا وروستۍ ارزونه وي.

په راتلونکې غونډه کې د ناټو غړو هېوادونو د دفاع وزیران بله لار نه لري بې له دې چې ووايي افغانستان ته دې نور پوځونه واستول شي. ځکه د افغان او ناټو پوځ په موجودیت کې د افغانستان امنیتي حالات نور هم خراب شول او د کنټرول لپاره یې ناټو ته د پوځونو له زیاتولو پرته بل تصمیم نیول ګټه نه لري.

په بروکسل کې د ناټو د غړو هېوادونو کېدونکې غونډه د ناټو لپاره د سختې ناامیدۍ غونډه ده. افغان امنیتي چارواکي د کابل ښار په ساتلو کې پر خپل پوځ باور نه لري، ولایاتو کې به څرنګه امنیت وساتي، او د ناټو موجوده پوځونو چې په افغانستان کې امن ونه شو ساتلای نور ورلېږونکي پوځونه یې هم نه شي ساتلای.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button