د ننګرهار له محبس څخه ۱۳۱ بنديان خوشې شول

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، غبرګولی ۱۶) د راپورونو له مخې، د ولسمشرغني په فرمان د ننګرهار ولايت له محبس څخه ۱۳۱ تنه بنديان خوشې شول.

چارواکي وايي، دغه کسان د ولسمشر د هغه فرمان په اساس خوشې شوي چې د غويي په اتمه د مجاهدینو د بريا د ورځې په مناسبت صادر شوی و.

په خوشې شويو بنديانو کې يوه مېرمن او اووه تنه کوچنيان هم شامل دي او د ۱۱۱ تنو بنديانو د بند په موده کې کموالی راغی.

د ننګرهار د استيناف څارنوالۍ ریی احمد خالد اوريا وايي، د ولسمشر د بښني په فرمان کې يواځې د پنځو کلونو څخه د کمو بنديانو نومونه راځي.

له محبس څخه يوې سرچينې رسنيو ته ويلي، د ولسمشر  فرمان د عامو بنديانو لپاره نه دی او يواځې د جنايي جرمونو مرتکبين او د نشه يي توکو قاچاقبران پکې خوشې کېږي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button