شنبه, اپریل 18, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home مقالې

افغانستان کې د جګړې لوی سبب د بهرنيانو شتون دی

عبد الهادي همت نشرونکی: عبد الهادي همت
جون 6, 2018
کټګوریانې: مقالې, مهم
0
400
ځلې شریک شوی
84
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

تميم توفيق

پاسنی عنوان د يو برتانوي پوځي افسر د ليکنې يوه جمله ده، دغه افسر جو ګلينټون نوميږي، ده په خپله يوه ليکنه کې په ډاګه کړې، چې په افغانستان کې د جګړو او د دوی په اصطلاح د دهشت ګردي لوی لامل د بهرنيو ځواکونو حضور دی.
نوموړي دغه ليکنه په خپل بلاګ (جو) کې تيره ورځ خپره کړې وه، چې افغانستان ته د ۴۰۰ برتانوي عسکرو د احتمالي راتلو په اړه يې ليکلې ده.
جو ګلينټون ليکلي چې ډونالنډ ټرمپ د افغانستان د جګړې لپاره له برتانيا د نورو سرتيرو غوښتنه کړې، ډير احتمال شته چې د برتانیا حکومت ورسره موافقه وکړي. نوموړی وايي: ډير په عمر کې له دې جګړې ځوانان به واستول شي، تر څو هلته مړه شي، دا زمونږ مسؤوليت دی چې د دغسې پېښې د وقوع مخه ونيسو.
دغه برتانوي پوځي افسر په افغانستان د بريد په لومړيو کې د ناټو پوځيانو ملګری و خو وروسته بيرته خپل هيواد ته ستون شو، دی له ډيره وخته د جګړې او په ځانګړي ډول د امريکايي موخو لپاره د برتانوي عسکرو د جنګيدو مخالف دی، له دغه ځايه وه چې نوموړي په ۲۰۰۹م کال کې د دوهم ځل لپاره افغانستان ته له راتلو انکار وکړ، چې د دې مخالفت له امله د برتانيا پوځي محکمې محاکمه او بيا بندي کړ.
نوموړی ليکي: موږ بايد په پيل کې واضحه کړو چې ترڅو په افغانستان کې بهرني ځواکونو پاتې وي، تر هغو هلته سوله نشي راتلای، هلته دهشتګردي (د دوی په ژبه) د بهرني نيواک مستقيمه نتيجه ده.
( د مثال په توګه، په ۲۰۰۶م کې د افغانستان په سهيل هلمند ولايت کې برتانوي عسکر ميشت وو، په لوموړيو کې هلته هيڅ د دهشتګردي نښه نه وه، خو د اشغال د پايلې په توګه نن هلته طالبان يو قوي ځواک دی.)
جو ګلينټون د (Soldier Box) په نوم کتاب هم ليکلی چې دې پوښتنې ته يې پکې ځوابونه ويلي دي (Why I won’t return to the war on Terror) زه به ولې د ترورو ضد جګړې ته ورونه ګرځم.
اوس چې زمونږ په ګران هيواد د امريکا/ناټو د يرغل نژدې دوه لسيزې پوره کيږي، د پخوا په پرتله اوسمهال هم هيوادوال، هم سيمه ييز هيوادونه او هم خپله د يرغلګرو هيوادونو اتباع او حتی پوځونه په دې خبره باور لري چې په افغانستان کې د دغې اوږدې جګړې، بدمرغيو او ناخوالو ستر لامل د بهرنيو اشغالګرو شتون دی.
خو متأسفانه چې د همدې اشغالګرو په زر او زور تر ارګه رسيدلي خلک لا هم د دغه انکار نافذير حقيقت د پټولو او بل ډول ښکارولو کوشش کوي او اوس هم په دې هڅه کې دي د جګړو له امله راپيدا شويو نادودو او مرګونو پړه د اشغال ضد افغانانو په اوږو واچوي.
نه پوهيږو چې دوی د کومې کينه ګرې خاورې په اوبو رالوی شوي چې لا يې هم په مظلومو افغانانو زړه نه بديږي او له بې شمېره مرګونو او نقصانونو سره سره يې لا هم پرې زړه نه دی يخ شوی.
سره له دې چې ډيری د ناټو غړي هيوادونه له مذهبي پلوه له امريکا سره همفکره دي او ضرور يو قدر مشترک لري، خو په دې سربېره هم د (جو ګلينټون) په څير د امريکايي موخو لپاره د ځان او هيوادوالو له قربانولو سره مخالف او ترې انکار کوي، مګر په ارګ کې د واک په ګدۍ ناست په نوم افغان تابعيته، چې له امريکايي اشغالګرو سره په هيڅ برخه کې شراکت نه لري، تر بل هر چا ورته وفادار دي او په ټول توان سره هڅه کوي چې د افغانانو په وژلو او د هيواد په نړولو سره امريکايانو ته د هغوی اهداف په لاس ورکړي.
افغان ولس بايد لومړی د خپلو امريکا ته وفادارو چارواکو مخه ډب کړي؛ ځکه لکه چې ويل کيدل به دغه کورني د اشغالګرو سترګي دي، همداسې وليدل شول، بلکې دوی په خپلو اعمالو ثابته کړه چې له دې زياته يارانه ورسره لري، هم يې سترګې او هم يې لاسونه او پښې دي. نو ولس که غواړي له روان بحران څخه ځان او هيواد وژغوري، بايد دوی هم د اشغالګرو په کټاګوري کې شمار کړي، په هره برخه کې ترې ځان لرې وساتي او داسې مقابله يې وکړي لکه د همدې يرغلګرو چې موږ ته يې دا اوږدې بدمرغۍ راليږدولې دي.

دا هم ولولئ

د ایران دفاع وزارت: هرمز تنګی په مشروط ډول پرانیستی

د ایران-امریکا مذاکرات؛ اسلام آباد کې زرګونه پوځیان ځای پر ځای شوي

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

مخکینې مطلب

لوګر: ځانګړو ځواکونو دوه جوماتونه الوزولي او ۴ ولسي کسان یې وژلي

بل مطلب

”د لاسونو تاکتیکي اشارې“ .. کله چې قوماندان له خپل لاسه د ژبې کار اخلي

ځانګړي مطالب

خبرونه

د ایران دفاع وزارت: هرمز تنګی په مشروط ډول پرانیستی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
خبرونه

د ایران-امریکا مذاکرات؛ اسلام آباد کې زرګونه پوځیان ځای پر ځای شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 17, 2026
خبرونه

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
خبرونه

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
خبرونه

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

د کابل هوايي ډګر څخه د افغان حاجیانو د انتقال بهیر پیل شو؛ ۳۰ زره کسان حج ته لېږدول کېږي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

د ایران دفاع وزارت: هرمز تنګی په مشروط ډول پرانیستی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

د ایران-امریکا مذاکرات؛ اسلام آباد کې زرګونه پوځیان ځای پر ځای شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 17, 2026
0

ميرويس عزيزي: د تخار د ۱۶۵ ميګاواټه او د بغلان د ۳۵۰ ميګاواټه برېښنا دستګاوې افغانستان ته انتقال لپاره چمتو شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 17, 2026
0

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

په مزارشریف کې د ۱۵ میلیونه ډالرو په لګښت د زرګرانو لپاره د ستر سوداګریز مارکېټ د جوړولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • ميرويس عزيزي: د تخار د ۱۶۵ ميګاواټه او د بغلان د ۳۵۰ ميګاواټه برېښنا دستګاوې افغانستان ته انتقال لپاره چمتو شوي

    17 شریک شوي
    شریکول 7 Tweet 4
  • د ایران-امریکا مذاکرات؛ اسلام آباد کې زرګونه پوځیان ځای پر ځای شوي

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • د ایران دفاع وزارت: هرمز تنګی په مشروط ډول پرانیستی

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
  • عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

د کابل هوايي ډګر څخه د افغان حاجیانو د انتقال بهیر پیل شو؛ ۳۰ زره کسان حج ته لېږدول کېږي

د ایران دفاع وزارت: هرمز تنګی په مشروط ډول پرانیستی

د ایران-امریکا مذاکرات؛ اسلام آباد کې زرګونه پوځیان ځای پر ځای شوي

ميرويس عزيزي: د تخار د ۱۶۵ ميګاواټه او د بغلان د ۳۵۰ ميګاواټه برېښنا دستګاوې افغانستان ته انتقال لپاره چمتو شوي

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com