(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ غبرګولی ۱۶)
دلوګر له ولایت څخه خبرونه وایي چې بیګاه شپه د تراویحو تر لمانځه وروسته د ۰۱ قطعې په نامه ځانګړو ځواکونو دوه جوماتونه په بمونو الوزولي.
ځایي خلک وایي یاد جوماتونه د لوګر د دوشنبې اړوند په ناکام کلا او شادي خان کلا سیمو کې موقعیت درلود.
سرچینې وایي، په سیمه کې هیڅ طالب وسلوال شتون نه درلود او ځانګړو ځواکونو د دواړو جوماتونو د الوزولو سربیره ۴ کلیوال ځای پر ځای وژلي او یو تن یې ټپي کړی دی.
طالبانو پیښه بشري جنایت بللی او ویلي یې دي چې په دې چاپه کې یواځې ولسي اهداف په نښه شوي.
د لوګر ولایت مقام په دې تړاو تر اوسه کوم سپیناوی نه دی کړی.
دا په داسې حال کې ده چې تیره ورځ د دې ولایت په ګاونډ د پکتیا جانیخیلو ولسوالۍ کې هم د کمپاین په نامه ځانګړو ملیشو له کوم ځانګړي جرم پرته یو سیمیز وګړی وژلی دی او مړی یې په سیمه کې پریښی دی.
په دې وروستیو کې د ځانګړو ځواکونو خپلسري عملیات تر بل هر وخت زیات شوي، مشرانو جرګه دا بریدونه د بهرنیانو په اشاره بولي او ځانګړو ځواکونو ته د امریکایي ملیشو نوم ورکوي.
د مشرانو جرګې غړي له حکومت نه غواړي، تر څو ژر تر ژره یادې ملیشې د ملي اردو په لیکو کې مدغم کړي، کنه نو د ولسونو له پارونکو اقداماتو سره به مخ شي.
په تیره یوه اونۍ کې د ځانګړو ځواکونو له خوا د هیواد په مختلفو ولایتونو کې دا ۶ برید شو چې یواځې ولسي وګړي په کې په نښه کیږي.
















