(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ غبرګولی ۱۷)
نن د افغانستان او بنګلادیش د ۲۰ اوریزو لوبو د سیریز دریمه او وروستۍ لوبه وه چې دواړو لوریو ورته په کامله اندازه تیاری نیولی و.
د ننۍ لوبې پچه افغان کپتان اصغر ستانکزي وګټله او د بیټنګ پریکړه یې وکړه.
د بیټینګ په برخه کې نن هم تر نورو ډېرې منډې سمیع الله شینواري وکړې چې یواځې د ۳۳ منډو په کولو بریالی شو، اصغر ستانکزي ۲۷، محمد شهزاد ۲۶، عثمان غني ۱۹، نجیب ځدراڼ ۱۵، شفیق الله شفق ۴ او محمد نبي درۍ منډې وکړې او بنګلادیش ته یې د ۱۴۶ منډو اسانه هدف ورکړ.
افغان لوبغاړي نن د بالینګ په برخه کې چندان ونه ځلیدل خو د فیلډینګ برخه یې د ستایلو وه چې درۍ لوبغاړي یې رن اوټ کړل.
همداراز راشد، نجیب او مجیب یو، یو لوبغاړی وسوځاو.
د بالینګ په برخه کې د تیرې ورځې په څیر کریم جنت یوځل بیا ناکامه توپ اچونه ترسره کړه او مقابله لوبډله یې د بریا تر پولو نږدې کړه.
د لوبې وروستی اور له دې کبله دواړو لوبډلو ته هیجاني و، چې په ۱۹ اور کې پر کریم څو پرلپسې لوړ شاټونه ووهل شول.
وروستي اور کې په شپږو توپونو نهه منډې پاتې وي، چې راشد په لومړي توپ مشفق الرحیم وسوځاوه او د بنګله دېش بریا یې ستونزمنه کړه.
په وروستي توپ څلور منډې پاتې وي،بنګالي لوبغاړي د لوی شاټ د وهلو هڅه وکړه خو شفیق الله شفق توپ له شپږیزې را ورګرځاوه، بال په ځمکه د لویدو سره سم شفق ونیو، د څلوریزې مخه یې ډپ کړه او افغانستان لوبه په یوه منډه لوبه وګټله.
تر دې وړاندې دوه لوبې هم افغانستان ګټلې وې.
د سیریز غوره لوبغاړی رشد آرمان ونومول شو چې په دې لړۍ کې یې ۷ ویکټې تر لاسه کړې
ټاکل شوې ده چې د راتلونکې جون میاشتې پر ۱۴ نیټه به افغانستان له هند سره د ټسټ لوبې ډګر ته وځي.

















