لوګر: امریکایي عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ غبرګولی ۱۸)

د لوګر ولایت څخه خبرونه وایي چې تیره ورځ ناوخته د دې ولایت د برکي برک ولسوالۍ د اخوند خیلو په سیمه کې طالبانو د افغان او امریکایي ځواکونو پر عملیاتي قوه ناڅاپي برید کړی.
سیمیزې سرچینې وایي؛ ګډو ځواکونو غوښتل په سیمه کې د وسلوالو د ځپلو په موخه چاڼیز عملیات ترسره کړي، چې د مقابل لوري له کمین سره مخ شوي.
ځایي خلک وایي، چې په دې څو ساعتیزه جګړه کې د امریکایي ځواکونو یو ټانګ په بشپړ ډول ویجاړ شوی او په کې ناستو بهرنیو سرتیرو ته مرګ ژوبله اوښتې.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد د پیښې پخلی کوي او زیاتوي چې امریکايي ټانک د درنو وسلو په مټ ویشتل شوی او په کې سپاره امریکايي عسکر مړه او ژوبل شوي.
نوموړی وایي؛ د امریکايي وژل شوو عسکرو جسدونو د انتقال په موخه سیمې ته دوه امبولانس هلیکوبتر ورغلي او خپل وژل شوي او ټپیان یې له سیمې ایستلي.

د معمول تر مخه، امریکایي ځواکونو تر اوسه په دې تړاو کوم سپیناوی نه دی کړی.

باید وویل شي چې دوه ورځې وړاندې هم د یادې ولسوالۍ په دیمو خان او ناکام قلعه کلیو کې د ۰۱ په نامه ځانګړو ځواکونو عملیات کړي وو او د دوو جوماتونو د الوزولو سربیره یې ۴ کلیوال ځای پر ځای وژلي و.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button