ننګرهار: د ګډو ځواکونو په شپینۍ چاپه کې یوځل بیا ولسي وګړي په نښه شوي.

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ غبرګولی ۱۸)

د ننګرهار سیمیز چارواکي وایي چې تیره شپه د ۰۲ په نامه ځانګړې قطعې د بهرنیانو په ملتیا د حصارک ولسوالۍ اړوند په ګلوخیلو سیمه کې شپینۍ چاپه وهلې.

د ننګرهار د ولایت مقام څخه په یوه خپره شوې مطبوعاتي خبرپاڼه کې راغلي؛ په دې عملیاتو کې چې تیره شپه د ګډو ځواکونو له خوا ترسره شول ۱۵ وسله وال طالبان وژل شوي او هغوی ته ګڼ مالي زیانونه اوښتي.
خبرپاڼه زیاتوي په وژل شویو کې وزیرستاني اتباع هم شامل دي چې د ځايي طالبانو یوې غونډې ته راټول شوي و.

خو سیمیزې سرچینې بیا دا خبره ردوي او زیاتوي چې په دې برید کې د یو ماشوم په ګډون ۴ ولسي وګړي په نښه شوي .
ځایي خلک وایي؛ د وژل شویو له ډلې دوه وروڼه هم و،  چې یو یې تازه د لندن څخه راغلی مسافر و او بل یې د کلي په ښوونځي کې ښوونکی و ، چې د نن شپې په چاپه کې دواړه ووژل شول.

وژل شوی ښوونکی

د دوی په خبره؛ ځانګړو ځواکونو ولسي خلکو ته درانه مالي زیانونه هم اړولي.
بل لور ته د طالبانو سرچینې وایي، چې د برید پر مهال سیمې ته ځایي طالبانو هم ځان رسولی او په ځوابي برید کې یې ۴ کمانډویي عسکر ځای پر ځای وژلي.
دا په ننګرهار کې د تیرو دو اونیو په ترڅ کې څلورم برید شو چې کمانډویي ځانګړي ځواکونه په لوی لاس په کې ولسي کسان په نښه کوي

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button