صفي الله رائد
تېره ورځ اشرف غني د افغان طالبانو په مقابل کې د اتو۸ ورځو لپاره اوربند اعلان کړ، وې ویل:
“ټولو امنیتي او دفاعي ځواکونو ته لارښوونه کوم، چې د وسله والو طالبانو خلاف تهاجمي عملیات بند کړي، خو د داعش او القاعدې او نورو نړیوالو ډلو پر خلاف به عملیات ادامه لري.”
د اشرف غني د اوربند یاد اعلان په ټولنیزو شبکو کې په پراخه کچه وستایل شو او بل مثل له طالبانو هم د اوربند اعلان غوښتنې وشوې.
که څه هم دګډ حکومت مشر په یاد اعلان سره دا ومنله چې طالبان پردي او غیر ملکي نه، بلکې د دې خاورې اصلي بچیان او ټول په ټوله افغانان دي چې دا د سولې لپاره یو ښه زیری کیدلای شي، خو!
یو څو پوښتنې چې لاهم د اوربند په باب ځینو افغانانو سره اوس هم لا ځوابه مل دي:
۱ ـ د اوربند اعلان یواځې د افغان طالبانو په خلاف اعلان شوی، خو دا تفکیک به اوس څوک کوي؟ چې څوک او چرته داعش، القاعده او بهرنیان دي؟
۲ـ اشرف غني په ویډیویي پیغام کې له خپلو امنیتي سرتېرو دداوربند غوښتنه وکړه، اوس پوښتنه داده چې ایا امریکایان او نور یرغلګر به هم دې ده ( امنیتي سرتېرو) تر نامه لاندې راځي او که نه؟؟؟
که چیرته راځي بیانو خبره جوړه او که نه راځي نو د شپنیو عملیاتو ته خو ښکاره خبره ده چې افغان سرتېري دهغوی ( بهرنیانو) پر امر او په ګډه سره چاپو او وحشتونو ته ځي ..!!!
چې دابه نو اوربند ته کومه ګټه نه، بلکې اور به لا پسې بل او زیات کړي.
۳ـ وبه منو چې طالبانو هم بل مثل اوربند اعلان کړ خو، هغوی هم د افغاني امنیتي سرتېرو پر خلاف ( د بهرنیانو په خلاف به دوی هم بریدونو ته دوام ورکړي)، دلته بیا یو پوښتنه دا را ولاړېږي چې د بهرنیو اډو، بیسونو او کتارونو شاوخوا خو ټول افغان امنیتي سرتېري ګمارل شوي، اوس که طالبان د اوربند په ورځو کې په امریکایي یرغلګرو ډلییز اوتهاجمي بریدونه کوي، ایا افغان سرتېري به یې مخه ونه نیسي؟!!!
ایا د امریکا په ګټه به خپل سر له قربانۍ وژغوري؟!!
او یا دغسې کړکیچن حالت کې به د جنرال نیکلسن ومني او که دې سر اعلی قمندان ډاکټر اشرف غني؟!!
څه به کېږي؟؟؟
او څه به پېښیږي؟!!
د اوربند شپې او شېبې به څنګه وي؟!!
د یو پر امنه افغانستان په هیله


















