د ناټو ګواښوونکې تکراري غوښتنې ته د طالبانو غبرګون
طالبان باید خپلې وسلې پرځمکه کیږدي او د سولې له بهیر سره یوځای شي، ځکه هغوی به هیڅکله د جګړې په ډګرونو کې کامیاب نه شي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ غبرګولی ۱۸)
نن د بلجیم پایتخت بروکسل کې د ناټو سازمان ۳۹ غړو او د لسو هیوادونو استازو د افغانستان د روان وضعیت په اړه غونډه وکړه.
په غونډه کې امریکایي دفاع وزیر جیمز متیس، د ناټو سرمنشي ینس ستولتنبرګ،د ګډحکومت د دفاع وزیر طارق شاه بهرامي او د نورو هیوادونو استازو خبرې وکړې.
متیس وویل؛ افغانستان کې زمونږ په مشرۍ ۵۲ هیوادونه د وسلوالو مخالفینو د ځپلو په موخه مبارزه کوي ، او دا د تروریزم پر وړاندې زمونږ د وحدت ښه بیلګه ده.
د ناټو سرمنشي بیا د افغان ځواکونو د تمویل او تجهیز په اړه وغږیده ، ژمنه یې وکړه چې د روان کال په جولای میاشت کې یوځل بیا د افغانستان وضعیت ارزوي او زیاته یې کړه چې مطمئن دی ترڅو د ناټو مشران تر ۲۰۲۴ کال پورې د افغانستان سره د مرستو ټټر ووهي.
ستولتنبرګ په ګواښوونکې لهجه وویل “ مونږ د جمهور رئیس غني له خوا د اعلان شوي موقت اوربند څخه ملاتړ کړی، طالبان هم باید له دې فرصت څخه په استفادې خپلې وسلې پرځمکه کیږدي او د سولې له بهیر سره یوځای شي، ځکه هغوی به هیڅکله د جګړې په ډګرونو کې کامیاب نه شي“
طالبانو د ستولتنبرګ د دې ګواښوونکې غوښتنې په ځواب کې ویلي چې په جګړه کې یې بریا حتمي ده او که هغوی رښتیا هم د جګړې پایښت ته ژمن وي، د هیواد له اشغال څخه دې لاس واخلي.
طالبانو ویلي؛
“دناټو اشغالګر مشران باید درک کړي چې په جګړه کې زموږ بری حتمی دی، موږ پرحق یو، د الله تعالی په نصرت، د ولس په ملاتړ او په خپل بري کلک باور لرو، دناټو او امریکا مشران او جنګي ستراتيژيستان دې حقائق درک کړي، زموږ دهیواد له اشغال او دلته دفاسد رژيم له حمایت څخه دې لاس واخلي. “
باید وویل شي چې وړمه ورځ د ګډحکومت مشر په یو اړخیزه توګه له طالبانو سره د روژې له ۲۷ د اختر تر ۵ نیټې اوربند اعلان کړ، طالبان چې هر کال له اعلان پرته د اختر په شپو او ورځو کې خپل عملیات بندوي، تر اوسه یې د ارګ د دې وړاندیز په باب رسماً څه نه دي ویلي.



