سوریه: د اسد ځواکونو په بمبارۍ کې ۱۲۰ ولسي کسان وژل شوي او ټپیان دي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ غبرګولی ۱۹)

راپورونه وایي چې د سوریې پوځي ځواکونو په بمباریو کې لسګونه ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې
په سوریه کې د (سپینو خولیو) مدني فعالانو رسنیو ته ویلي، چې دا برید د ادلب پر ښار شوی چې په کې ۳۵ ولسي وګړي وژل شوي او شاوخوا ۷۵ نور ټپیان دي.

د دې بنسټ مشر مصطفی حاجي یوسف د اناتولیا خبري شبکې ته ویلي؛ بمبارۍ د روسیې ساخت سوخو ۲۴ الوتکو کړې چې هدف یې د مخالفینو یو مرکز وو.

د ادلب ښار چې د اسد د مخالفینو تر کنترول لاندې ده په ۲۰۱۷ کال کې دواړه لوري د یو لړ مذاکراتو په ترڅ کې د شته ترینګلتیا د له منځه وړلو او د بریدونو پر اوربند سلا شوي وه چې تیره ورځ یاد اوربند یوځل بیا نقض شو.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button