ترهګري په واقعیت کې او دنړۍ دحاکمو کفارو له نظره !!!

لیک: مولوی محمد اکبر اغا
که فکر وکړو نن مسلمانان دترهګرو په نامه وژل کیږی بندیانیږي اورنګارنګ زوریږي ترهګري په اصلي معنا بیره وهم اچول د اولسونو وژل دملت په منافعو تجاوز کول اوملی ګټی په خطر کې اچول خو اوسنی کفاروپه جبر اوقوت سره دلوړو انساني اوسیاسي ارزښتونو خلاف دترهګري معنا بالعکس په مظلوم یامسلمان ورتپلې ده څوک چې ددوي دکرغیړن نظر اوفکر مخالف وي اویا دخپلو حقوقو غوښتنه کوي هغه ترهګر دي دمذهبي چوکاټ حفاظت کونکی ترهګر دي په فلسطین دیهودو یرغل دمظلومو فلسطینانو دښځو اوماشومانو وژل ترهګري نه ده په عراق اولیبیا دامریکایانوبې پایلی حمله کول اوجوړ نظامونو په کمزوري بې بنیاده نظامونو بدلول ترهګري نه ده یاپه سوریه کې دکفارو دسیالۍ ډګر جوړول ترهګري خو دپخوانیو خلګو قول دی چې بدمعاش خپلی ناروا کړني جائز او روا بولي او دنورو جائزي کړني ناقانونه اوناجائزی بولي اوکه خپل خوار مظلوم اولس ته وګورو چې یوځل روسانو هغه ناجائز جنګ په وتپی چې په نتیجه کې یې په ملییونونو خلګ شهیدان اوپه ملییونونو کور کلي پریښودو ته مجبوره کړه دهغې جګړې درد لانه وه دوا شوی چی دنړۍ بل خونخوار بدمعاش دبلې خوا څخه دافغانانو په وژلو پيل وکړ اوجوړ نظام ئې ورړنګ اودکمزوري او دافغانانو ناخوښه حکومت یې په وتپۍ چې په کامیابي یې تراوسه دوي ستړي دي بلکې ددوي لیکوالان داجګړه ناقانونه اوبې ځایه جګړه بولي لکه دلیجانا پوهنتون استاد ډونارددویر وائې چې افغانستان زموږ په لاس وران شو دافغانستان ملت یاحکومت په موږ حمله نه ده کړې دستمبر د(١١)پيښي سره افغانستان هیڅ تړاو نه لری داچې موږ افغانان وژنو دازموږ یو جنګی جنایت دی هغه وائي زه په افغانستان کې دترهګري دلفظ سره مخالف یم ځکه چی موږ داسې خلګ وژنو چې زموږ له کبله يې په وسلوال پاسون یامقاومت لاس پوري کړي نو که فکر وکړو قوي ظالم هیڅ کله ترهګر نه جوړیدلای بلکې مظلوم مسلمان به تل دخپلو حقوقو دغوښتولو دوجهي ترهګر وي.



