لیکنه : میرزا فهیم بیګ ( دپیښور د اسلامیه کالج پوهنتون محصل )
ترجمه : عبد الله صدیقی
پوره اووه کاله مخکې ورځپاڼو کې یو خبر خپور شو چې د سوات یو اوسیدونکی عبد الرزاق د تعلیم لپاره انګلستان ( بریتانیا ) ته ولاړ ، د تعلیم په دوران کې یې یوې عیسایۍ نجلۍ سره واده وکړ. او د هغه یوه ماشومه پیدا شوه، د مور او پلار تر منځ په دې خبره اختلاف را پیدا شو چې د دې نحلۍ دین به څه وي؟ عیسائیت که اسلام ؟
د دوی اختلافات د دې سبب شول چې یو له بله جدا شول، او ښځې ته یې طلاق ورکړ. عبد الرزاق وتوانیدی چې خپله لور پاکستان ته له ځانه سره راوړي او آمنه نوم یی ورباندې کیښود، په هغې یی دیني تعلیم شروع کړو تر دې چې دې ماشومه په ۱۱ کلنۍ کې قرآن پاک یاد کړ.
د آمنې عیسائي مور ته دا خبره د زغملو نه وه، هغه پاکستان ته راغله او دلته یې په محکمه کې دعوه وکړه چې په آمنه باندې د کفالت حق زما دی نه د عبد الرزاق، او باید آمنه له ماسره لندن ته ولاړه شي. د پاکستان سترې محکمې د قاضي ناصر الملک ( اوسني موقت صدر اعظیم ) په مشرۍ یوه اختصاصي محکمه جوړه کړه، چې د دغې دوسیې څیړنه او فیصله وکړي.
محکمې غوښتنه وکړه چې ماشومه دې محکمې ته حاضره شي، ماشومه له پلار سره یو ځای محکمې ته حاضره شوهشو، د دوسیې له جریان وروسته جج ناصر الملک خپله فیصله ابلاغ کړه، داسې فیصله چې د ټول مسلمانانو زړونه یی ودردول او ټول یی په ژړا کړل، هغه وویل : په دې ۱۱ کلنه آمنه چې د قرآن کریم حافظه هم ده د پلار عبد الرازق هیڅ حق نشته ، دا دې خپلې عیسایۍ مور ورکړل شي.
د دې فیصلې په اوریدو ماشومي آمنې په چیغو چیغو ژړا پیل کړه او ویل یی ( جج صاحبه زه کله هم له مور سره نه ځمه، زه دخپل پلار سره ځم )
خو ناترسي مور یې د محکمې د حکم سره سم ماشومه ونیوله او له ځانه سره یی کش کړه ، ماشومي چیغې وهلې، ژړل یې او له مور سره نه تله، خو د عیسایي مور په حق کې محکمې فیصله کړې وه.
پلار عبد الرزاق چې دا له درده ډکې صحنې ولیدلې بی هوښه شو ، د هغې ځیني ګاونډیان هم له ډېره غمه او درده بې هوښه شول. آخیر ماشومي آمني جج ته وویل : که ما ته څه نقصان او تکلیف ورسید مسؤل به ته یې. قاضي ځواب کې ورته وویل : ( بچيه مونږ په جذباتو او احساساتو باندې فیصله نه کوو مونږ عدالت پلی کوو )
د قاضی دا تاریخي جمله زما له ماغزو نه وځي، اووه کاله تیر شول خو بیا هم زما په ماغزو کې دا جمله څرخیږي یوازې مرګ کولی شي دا جمله زما نه هیره کړي.
په حقیقت کې د جج دا جمله د ټول پاکستاني ولس د ایمان د ننګولو مترادفه ده . زه په دې حیران یم چې په ستره محکمه کې په دې وخت چې نور کوم خلک موجود ول ولې دوی خاموشه ول حد اقل جج یی په بوټانو باید ویشتلی وی. خو چا هم دا کار ونه کړ او ټولو د قاضي کار او فیصله په خاموشي سره ننداره کوله.
عیسایۍ مور ماشومه آمنه تر هوایي میدان په کشولو بوتله او په وچ زور یې بریتانیه ته ورسوله، د ماشومي آه او فغان او ژړا د جج په وجدان هیڅ اثر ونه کړ.
د پنجاب وزیر اعلی د دې واقعې د تحقیقاتو غوښتنه وکړه، او د دې واقعې نه سخت ناراضه وه خو بیا وروسته کوم نامعلوم مخلوق د هغه په خوله هم د سکوت مهر وواهه. په کار دا وه چې دا قاضي نا اهله شوی وی خو بر علکس د دې کار په کولو سره هغه ته د پاکستان د صدارت عظمی چوکۍ په تحفه او انعام کې ورکړل شوه.


















