ولسمشر غني د شانګهای غونډه کې د ګډون لپاره چین ته لاړ

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، غبرګولی ۱۹) ولسمشر غني نن د شنبې په ورځ د یو پلاوي په ملتیا د شانګهاس غړو هېوادونو په اتلسمه غونډه کې د ګډون لپاره د چین چينګداوښار ته ولاړ.

د ارګ څخه په خپره شوې اعلاميه کې ویل شوي چې غني به د غونډې په څنډه کې د شانګهای غړو هېوادونو له مشرانو او چارواکو سره خبرې وکړي.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وياند صبغت الله احمدي وايي، په دې سفر کې له ولسمشر غني سره د بهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني هم ملګر دی.

د احمدي په خبره، په دې غونډه کې به د سيمې د ګډو امنيتي ګواښونو په مسله، د افغانستان په سياسي او اقتصادي ثبات لپاره هم بحث وشي.

د شانګهای تړون په ۲۰۰۱م کال کې د چین، روسيې، تاجکستان، ازبکستان، قزاقستان او قرغستان د مشرانو له خوا رامنځته شو چې افغانستان، منګوليا او ایران د څارونکو په توګه پکې ګډون کوي.

د يادونې ده، چې هند او پاکستان هم په ۲۰۱۷م کال کې په دغه ټولنه کې د غړو په توګه ومنل شول.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button