لیکونکی: محمد سعید مهاجر
هغه بوره مور به څنګه د اختر په ورځ د خوښۍ اظهار وکړي چې معصوم بچیان یې صلبیانو په بې رحمۍ شهیدان کړي وي، هغه ناوي(پیغله)به څنګه د خوښۍ سترګې په رنجو تورې کړي چې ځوان خاوند یې غلامانو په ګولیو پرهر پرهر شهید کړی وي،
هغه مېرمن به څنګه د خوښۍ بنګړي په مړوندو کړي چې د ګل په څیر خاوند یې د وخشت په زندانو کې د ژوند شپې ورځې سبا کوي، هغه مور به څنګه د اختر مبارکي په خوښۍ سره قبوله کړي چې د زړه توکړې یې د خاورو لاندې په قبر کې کېښودلي وي،
هغه ځونان به څنګه په خوښۍ سره یو بل ته مینه روغبړ ورکړي، چې په لاسو او پښو کې یې ظالمې زولنې پراتې وي،
هغه ماشومان به څنګه اختر ته د خوښۍ کالي په غاړه کړي چې پلار یې په تیرو اخترو کې میلو او چکرو ته له ځان سره بیول/ گرځول،
اختره!
دلته هر زړه او ځیګر په وینو رنګ دی، هره شېبه یې له رګو لښتي لښتي وینې بهیږي، زړونه وژل شوي، هغه د خوښۍ مادې اوس له کاره وتلي،
خو اختره ولاړ شه!
هغه خلک چې د مظلوم ولس په وینو یې لاسونه سره دي، هغه ستا راتلو ته له وخته انتظار باسي،د هغې جیبونه له بیت المال او د شهید له وینو ډک دي، هغوی کولای شي چې ستا خوښۍ ولمانځي، هغو په اوسنیو حالاتو کې ستا لمانځلو خوښ دي،
اختره! هرکله راشې، په مینه راشې، له موږ سره دې قدر شته، د قدر وړ یې، خو په پای کې مې دغه سوال اومنه چې کله هم راځي په داسې حالاتو کې زموږ نه د خوښۍ لمانځلو ګیله مه کړه.

















