عبدالسلام ضعيف: د اوربند موده دې دريو مياشتو ته وغځول شي
(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، غبرګولی ۲۰) په اسلام اباد کې د افغانستان پخوانی سفير ملاعبدالسلام ضعيف امريکاغږ سره په مرکه کې د دواړو خواو له لوري د اوربند ستاینه کړې او دا يې د سولې خبرو د پيلولو لپاره يوه غوره لاره بللې ده.
نوموړي له افغان حکومت او طالبانو غوښتنه وکړه چې اوربند دې درې مياشتې نور هم وغځول شي ځکه په وينا يې “زمونږ غوښتنه هم داده، د ولس غوښتنه هم دا ده، د سياسيونو غوښتنه هم دا ده چې دغه اوربند دې يو څه نور هم وغځول شي که دا درې مياشتو ته ورسېږي ډېره به ښه وي”.
ضعيف زياته کړه، ښايي د دې درې مياشتو اوربند په ترڅ کې ځينې طرحې جوړې شي او دواړو غاړو ته د خيرخوا وګړو تګ راتګ وشي او د سولې مذاکراتو ته لاره پرانيستل شي.
نوموړي وويل، که حکومت له خپله طرفه د اوربند موده وغځوي او “ولس ددې لپاره کوښښ وکړي او غوښتنه وکړي [د اوربند د مودې د غځولو لپاره]، دا ممکنه ده، کيدلی شي چې دواړه طرفه تماسونه ونيول شي او دغه موده وغځول شي.”
درې ورځې مخکې ولسمشر غني په هېواد کې د لسو ورځو لپاره اوربند اعلان کړ او خپلو نظاميانو او عسکرو ته يې امر وکړ چې د روژې له اووه ويشتمې تر د کوچني اختر تر پنځمې نيټې پر افغان طالبانو بریدونه ونه کړي.
دغه راز د طالبانو د مشرتابه له لوري هم د يوې اعلاميې په خپرولو سره د درې ورځو لپاره د اختر له لومړۍ ورځې تر درېيمې پورې د اوربند اعلان وشو او طالبانو ته حکم شوی:”ټولو مجاهدینو ته هدایت ورکول کیږي چې د کوچني اختر په اوله، دویمه او درئیمه ورځ دې په ټول هیواد کې د داخلي مخالفینو پر ضد تعرضي عملیات ودروي.”



