چهارشنبه, اپریل 22, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home مقالې

له کلونو ورک عسکر جان به کور ته راشي

عبد الهادي همت نشرونکی: عبد الهادي همت
جون 10, 2018
کټګوریانې: مقالې, مهم
0
474
ځلې شریک شوی
137
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

م، نجم الرحمن (فضلي)

پخوا به چې اختر زانږدې شو ما به په دې ليکنه کوله چې اختره مه راځه، دا ځل يې په ډيره مينه بلنه ورکوم چې راځه او راتلو ته دې شپې او شيبې شمارم.

دا هم ولولئ

افغان حکومت له بلاروسه د ډیزلو او پټرولو د پېرلو پر سر خبرې کړي

د ایران-امریکا مذاکرات: واشنګټن د هرمز تنګی د محاصرې په پای ته رسولو غور کوي

د امریکا-ایران مذاکرات؛ واشنګټن مرکچي پلاوی اسلام آباد ته لېږي خو تهران لا د ګډون پرېکړه نه ده کړې

راتلونکی اختر په رښتيا هم يو عجيب او له خوښيو ډک اختر دی، په دغه اختر کې به ډير هغه څوک سره وويني چې دا يوه نيمه لسيزه د يو بل د ليدلو ارمانجن دي.

حکومت او طالبانو دواړو په اختر کې د اوربند اعلان کړی، دواړه غواړي چې خپل اولس ته نږدې شي او د هغه چا خبره د خلکو زړونه وګټي، دا چې حکومت د اوو ورځو او طالبانو د درو ورځو اوربند اعلان کړی زما په فکر د طالبانو دری ورځې د حکومت له اوه ورځو ډيرې خوشحالوونکې او ډيرې د ستاينې وړ دي، ځکه چې ورځې کمې خو خوشحالي يې د مياشتو ده.

حکومت ويلي د اوربند په ورځو او شپو کې به پر طالبانو هيڅ ډول بريدونه نکوي، طالبانو بيا ويلي چې د اوربند په شپو او ورځو کې به د کابل ادارې په هيڅ کارمند نه يوازې دا چې بريد به ورباندې نکيږي، بلکې دوی په ډاډه زړه کولی شي چې د طالبانو تر لاس لاندې سيمو کې خپلو کورونو، دوستانو او خپلوانو ته ولاړ شي.

د طالبانو دا خبره که هر څومره وستايل شي پر ځای به وي، ځکه هر څوک يې پيژني چې د خپل کلي لسګونه ځوانان يې د اردو يا پوليسو په ليکو کې کار کوي او له کلونو راهيسې خپل کلي راتلی نشي.

په دې اختر به د طالب د اجازې له مخې دغه له کلي ورک ځوانان خپلو کورونو ته راشي، خپله مورکی به يې په غيږ کې ونيسي، په مخ به يې ښکل کړي، په داسې حال کې چې له سترګو به يې اوښکې روانې وي طالب ته به په خروارو دعاګانې وکړي.

سبا ورځ په جومات کې د اختر له لمانځه وروسته د کلي نور همځولي، ځوانان او سپين ږيري به په نمجنو سترګو مبارکي ورسره وکړي، د کلي ځوانانو او همځولو چا به يې پر اوږه لاس اچولی وي، چا به تر ګوتو نيولی وي او خپلې حجرې ته د ورسره تلو جنجال به پرې جوړ وي.

له کلونو راهيسې ورک عسکر جان به د خوښيو په جامو کې نه ځائيګي، له همځولو سره به د تيرو وختونو يادونه تازه کوي، له چا سره به د اډی کولو يادونه تازه کوي، له چا سره به د غوسي کولو، له چا سره به د توپ والي بال پا فوټبال کولو، له چا سره مکتب ته د تلو راتلو يادونه تازه کوي.

مورکی به يې هم د شنو چايو په غټ چايجوش پسې اور بل کړی وي، ځکه د کلي نورې ښځې به د زوی د راتلو مبارکي ته ورته راځي.

وروڼه او خويندې به يې هم له ورک ورور جان څخه تاويږي را تاويږي، د کور په انګړ کې به د ناز او نخرو قدم ورسره وهي، د کور ګلالي ماشومان به په لومړی ورځ د پردي سړي په سترګه ورته ګوري، خو په دويمه ورځ به د دادا کاکا په نام معصومې نعرې ورته وهي.

کور ته د ورک عسکر جان په راتلو به د ټول کلي رنګ بدل وي، واړه، زاړه، غټان او لويان ټول به د ده په ليدلو په کلي کې د يوه نوي بدلون ننداره کوي او طالب جان ته به يې د دعا لپاره لاسونه لپه کړي وي.

د طالبانو يوه بله خبر چې د حکومت هيڅ خبره به يې قيمت پوره نکړی شي دا ده چې د دوی لخوا به هغه نيول شوي بنديان چې په جګړو کې نيول شوي ازاد کړی شي.

د طالبانو لخوا له اوربند سره ملګرې پورته دوه خبرې له اولس سره د طالبانو بې ساري مينه ثابتوي، او په دې کې شک نه پاتې کيږي چې طالب دې دومره سخت زړی وي لکه څومره يې چې دنياوال په ګوته کوي.

خلک وايي (اختر پټ ميړه نده چې تير شي) دا ده مونږ په خپلو سترګو وليدل چې له اولس سره د طالب مينه په کوم انداز کې ده.

د خپل لاس لاندې سيمې ته هغه دښمن ته د ډاډه راتلو بلنه ورکول چې پرون يې دی وژلی دی او خدای مکړه سبا به يې بيا هم وژني دا چې له اولس او ملت سره په مينه تعبير نکړی شي بيا به نو په څه تعبير کړی شي.

*افغانانو ته پکار دي چې د دې شکر اداء کړي، ځکه چې دا يو لوی نعمت دی، الله تعالی جل جلاله په قرآنکريم کې فرمايي (که تاسو د نعمت شکر اداء کړ زه به يې درته زيات کړم او که مو ناشکري وکړه بيا زما عذاب ډير سخت دی).

د تل پاتې سولې په هيله

مخکینې مطلب

يو پاو او يو کيلو اوربند

بل مطلب

عبدالسلام ضعيف: د اوربند موده دې دريو مياشتو ته وغځول شي

ځانګړي مطالب

افغانستان

افغان حکومت له بلاروسه د ډیزلو او پټرولو د پېرلو پر سر خبرې کړي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
خبرونه

د ایران-امریکا مذاکرات: واشنګټن د هرمز تنګی د محاصرې په پای ته رسولو غور کوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
خبرونه

د امریکا-ایران مذاکرات؛ واشنګټن مرکچي پلاوی اسلام آباد ته لېږي خو تهران لا د ګډون پرېکړه نه ده کړې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
خبرونه

د ایران ستر مذهبي رهبر: سمندري ځواک چمتو دی د دښمن کلابندي ماته کړي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
افغانستان

یوناما: افغانستان د اقلیمي بدلون له ناوړه اغېزو سره مخ دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

اروپايي اتحادیې او افغانستان پر سیاسي، اقتصادي او دوامداره همکاریو د پراختیا په اړه خبرې کړې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 22, 2026
0

د آریانا افغان هوايي شرکت نوې B737-500 الوتکه کابل ته راورسېده

نشرونکی: ح جلال
اپریل 22, 2026
0

ټولګټو وزارت: د مزار شریف ـ دره صوف ۵۶.۳ کیلومتره سړک د اساسي بیا رغونې چارې ۵۱ سلنه بشپړې شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 22, 2026
0

امریکا غواړي د پوځ ژباړونکي او پخواني افغان کمانډويان له قطره کانګو ته ولېږدوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 22, 2026
0

ټرمپ له ایران سره اوربند غځولی؛ تهران د سمندري محاصرې دوام «جګړه‌ییز اقدام» بولي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 22, 2026
0

قزاقستان له افغانستان سره د اوسپنې پټلۍ همکاریو د پراخېدو او سوداګرۍ د زیاتېدو خبر ورکړ

نشرونکی: ح جلال
اپریل 22, 2026
0

افغان حکومت له بلاروسه د ډیزلو او پټرولو د پېرلو پر سر خبرې کړي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
0

د ایران-امریکا مذاکرات: واشنګټن د هرمز تنګی د محاصرې په پای ته رسولو غور کوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
0

د امریکا-ایران مذاکرات؛ واشنګټن مرکچي پلاوی اسلام آباد ته لېږي خو تهران لا د ګډون پرېکړه نه ده کړې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
0

د افغانستان، ازبکستان او قرغیزستان ترمنځ د ګډ کاري ګروپ جوړولو او سوداګرۍ او ټرانزیټ د اسانتیاوو پر رامنځته کولو هوکړه شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړی که خبرو ته حاضر نه‌شي له سختو پایلو سره به مخ شي

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • امریکا غواړي د پوځ ژباړونکي او پخواني افغان کمانډويان له قطره کانګو ته ولېږدوي

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • افغان حکومت له بلاروسه د ډیزلو او پټرولو د پېرلو پر سر خبرې کړي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ایران پر توسکا بېړۍ د امریکا برید غندلی او د عملې د خوشې کېدو غوښتنه کړې

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د ایران ستر مذهبي رهبر: سمندري ځواک چمتو دی د دښمن کلابندي ماته کړي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

اروپايي اتحادیې او افغانستان پر سیاسي، اقتصادي او دوامداره همکاریو د پراختیا په اړه خبرې کړې

د آریانا افغان هوايي شرکت نوې B737-500 الوتکه کابل ته راورسېده

ټولګټو وزارت: د مزار شریف ـ دره صوف ۵۶.۳ کیلومتره سړک د اساسي بیا رغونې چارې ۵۱ سلنه بشپړې شوي

امریکا غواړي د پوځ ژباړونکي او پخواني افغان کمانډويان له قطره کانګو ته ولېږدوي

ټرمپ له ایران سره اوربند غځولی؛ تهران د سمندري محاصرې دوام «جګړه‌ییز اقدام» بولي

قزاقستان له افغانستان سره د اوسپنې پټلۍ همکاریو د پراخېدو او سوداګرۍ د زیاتېدو خبر ورکړ

افغان حکومت له بلاروسه د ډیزلو او پټرولو د پېرلو پر سر خبرې کړي

د ایران-امریکا مذاکرات: واشنګټن د هرمز تنګی د محاصرې په پای ته رسولو غور کوي

د امریکا-ایران مذاکرات؛ واشنګټن مرکچي پلاوی اسلام آباد ته لېږي خو تهران لا د ګډون پرېکړه نه ده کړې

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com