ټرمپ او کیم د مخامخ مذاکراتو په موخه سنګاپور ته روان شول

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ غبرګولی ۲۰)
له میاشتو بحثونو ، جنجالونو او ګواښونو وروسته د شمالي کوریا او امریکا ولسمشران پر دې سلا شول چې د اټومي وسلو د له منځه وړلو په موخه به په سنګاپور هیواد کې مخامخ خبرې کوي .
دې سفر ته له څو میاشتو را په دې خوا تیاری روان و، چې څوځله له خنډونو سره هم مخ شو.
سپینې ماڼۍ ویلي، ټرمپ د کاناډا سفر نیمګړی پریښی او سنګاپور ته روان شوی او شمالي کوریا هم ویلي چې ټاکل شوې نن یک شنبه به کیم جونګ اونګ دې هیواد ته ورسیږي.
د دې تاریخي غونډې خبري پوښښ ته د نړۍ له ګوټ ګوت څخه شاوخوا ۱۰۰۰ خبریالان رسیدلي تر څو یې جریانات له نږدې نه منعکس کړي.
ټاکل شوې ده دواړه مشران به د جون پر ۱۲ په ګډه خبري غونډه کې راښکاره شي.
د شمالي کوریا مشر په فوق العاده توګه دې هیواد ته سفر کوي.
هغه د مسموم کیدو له ویرې له خوراکي توکو بار یوه الوتکه له وړاندې سنګاپور ته لیږلې ، همداراز یې په یاد هیواد کې د داخلي سفر لپاره څو لیموزیم موټر هم دې هیواد ته استولي.
له کیم جونګ اونګ سره به په دې سفر کې د لوړ پوړو چارواکو سربیره د هغه ۱۰۰ تنه ځانګړي ساتونکي هم ملتیا کوي .
سپینه ماڼۍ او جنوبي کوریا هیله څرګندوي چې شمالي کوریا به په دې ناسته کې د خپلو ټولو اټومي وسلو د لمنځه وړلو ژمنه وکړي



