د کابل ښار په کمپنۍ سيمه کې چاودنه شوه

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، غبرګولی ۲۰) امنيتي مسئولین وايي، څو شېبې وړاندې د کابل د پنځمې امنيتي حوزې اړوند د کمپنۍ په سيمه کې چاودنې څلور کسان ټپيان کړي دي.

د کابل د پوليسو وياند حشمت ستانکزی وايي، چاودنه د مقناطيسي ماين له کبله رامنځته شوې چې په رينجر موټر کې ځای پرځای شوی و.

ويل کېږي، په چاودنه کې د عسکرو سربيره ملکي کسان هم ټپيان شوي دي.

تر اوسه د دغه چاودنې مسئوليت چا په غاړه نه دی اخیستی.

تر دې مخکې هم په کابل کې د امنيتي ځواکونو په موټرو د چسپکي ماينونو چاودنې شوي چې د ځينو يې مسئوليت طالبانو منلی دی.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button