ګوښه شوي وزير د لمريزې برېښنا ستره پروژه لاسليک کړه

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، غبرګولی ۲۰) د افغانستان د اوبو او برېښنا ګوښه شوي وزير علي احمد عثماني نن د یکشنبې په ورځ د لمريزې برېښنا يوه ستره پروژه لاسليک کړه.

علي احمد عثماني په داسې حال کې له پيمان کار شرکت سره د دایکندي ولايت لپاره د لمريزې برېښنا قرارداد لاسليکوي چې نوموړی تېره ورځ د ولسمشر غني په حکم د دغه وزارت له دندې ګوښه او پر ځای يې د وزارت معاون د موقت وخت لپاره پر دنده وټاکل شو.

له هغه وروسته چې علي احمد عثماني د غني له لوري له دندې ګوښه شو اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله يې مخالفت وکړ او ويې ويل چې دده هېواد ته  د بېرته راګرځېدلو او د اجرائيه رياست له خوا تر پريکړې پورې به علي احمد عثماني خپلې دندې ته دوام ورکوي.

د ګډ حکومت په ويش کې د اوبو او انرژۍ وزارت د ډاکټرعبدالله په برخه رسېدلی او په دې وروستيو کې د ارګ او سپيدار ماڼيو د اختلافاتو يوه څپه د اوبو او انرژۍ وزارت ته هم ورسېده چې له کبله يې نوموړی د ولسمشر له لوري د ګوښه کېدو تر بريده ورسېد.

تر اوسه معلومه نه ده چې د غه په اړه به څه ډول پريکړه کېږي خو اجرائيه مشر عبدالله پر خپله رسمي فسبوک پاڼه ليکلي: چې هیواد ته د ولسمشر غني تر راتګ وروسته به د اوبو او برېښنا د وزير د سرنوشت په اړه د ملي یووالي د حکومت له روحیې سره يوځل بيا سمه پریکړه وشي.‌

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button